پاك هوائي پوځ د تېرو څو لسيزو په مهال په فضائی معرکو كښې د خپل صلاحيت ٬ پېشه ورې بريا او غلبې بشپړه څرګندونه وكړه : د صدر مملكت آصف علي زرداري د فضائيې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔07ستمبر(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د پاكستان د فضائيې ورځ په تاريخي موقع زه د پاك فضائيه د ټولو اهلكارو د غوره كاركردګۍ ستائنه كوم او خپل ځانونه قرباني كوونكي شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د 7 ستمبر فضائيې ورځې په موقع د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي پېغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په دې كښې شك …

اسلام آباد۔07ستمبر(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې د پاكستان د فضائيې ورځ په تاريخي موقع زه د پاك فضائيه د ټولو اهلكارو د غوره كاركردګۍ ستائنه كوم او خپل ځانونه قرباني كوونكي شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د 7 ستمبر فضائيې ورځې په موقع د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا په جاري شوي پېغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په دې كښې شك نسته چې د پاك فضائيه بانیانو د قائد اعظم ؒ  د هغه وژن له مخې ددې نوموړې ادارې بنياد كېښودو چې زمونږ فضائيه دې د نړۍ په غوره هوائي پوځونو كښې وشمېرلې شي او ددې مقصد له مخې په ټوله څانګو كښې دې ته د اعلی معيار او پېشه ورانه مهارت ترلاسه كولو له ترقي وركړې شوه۔ ده ووئيل مونږ په دې وياړو چې د تېرو څو لسيزو په مهال پاك فضائيې په فضائي معركو كښې د خپل صلاحيت ٬ پېشه ورې بريا او غلبې بشپړه څرګندونه كړې ده۔ صدر مملكت ووئيل په دې وروستيو كښې پاك فضائيه نورو ځواكونو سره په ګډه په معركه حق كښې پرېكنده كردار ترسره كړو او په دښمن يۍ داسې وار وكړو چې ټوله نړۍ يۍ حېرانه كړه۔ صدر مملکت ووئيل په دې وياړم چې پاک فضائیې يو وارې بيا په شمېر كښې د كم پاتې كېدو باوجود د مقابلې په زړه پورې روايت په ځاې وساتلو۔ ده ووئيل نن د پاك فضائيې هغه مېړنو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو ورځ ده كومو چې خپلې وينې سره د پاك فضائيې تاريخ رقم كړو۔ ده ووئيل باور لرم چې پاك فضائيه لكه د تېر وخت د هر ډول چېلنج مقابله كولو او د پاكستان د خپلواكۍ او فضائي پولو دفاع لپاره هر وخت چمتو ده۔

مزید خبریں