اسلام آباد ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د ستمبر 6 مه نېټه یوازې د تاریخ یوه ورځ نه بلکې د هغه زړورتیا، عزم او قربانیو د یادونې ورځ ده چې له نسلونو راهیسې زمونږ د وطن د ساتنې سبب ګرځېدلې ده۔ په خاوره د دوی هر ګام د وطن د ساتنې يو عزم دې۔ د سمندر په هره چپه د دوی نظر د وطن ساتنې لپاره دے۔ په دنګو …
د محترمې سبین عثمان خټک، اېم ډي اے پي پي مهم پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د ستمبر 6 مه نېټه یوازې د تاریخ یوه ورځ نه بلکې د هغه زړورتیا، عزم او قربانیو د یادونې ورځ ده چې له نسلونو راهیسې زمونږ د وطن د ساتنې سبب ګرځېدلې ده۔
په خاوره د دوی هر ګام د وطن د ساتنې يو عزم دې۔
د سمندر په هره چپه د دوی نظر د وطن ساتنې لپاره دے۔
په دنګو اسمانونو كښې د دوئي هره الوتنه زمونږ د خوندیتوب د باور نښه ده۔
له پولو څخه تر سمندرونو او له هغه ځایه تر لوړو اسمانونو ٬ د پاکستان زړورو ساتونکو ته د زړه له کومې سلام۔
د دې تاریخي ورځې په مناسبت، د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) هېډ آفس په شمول ټولو بېورو سټېشنز چې په كومه اغېزمنه توګه د پاکستان بيانيه نړۍ ته ورسوله، په دې زه ټولو همکارانو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د اے پي پي وېډيو نيوز سروس او سوشل اېنډ ډيجيټل ميډيا سېكشن كاركردګي د ستاینې وړ او اغېزمنه ده۔
تل دې وي پاكستان!
تل پاتې دې وي پاك پوځ!











