د وزيراعظم په هدايت د بشري مرستې سامان كھټمنډو ته روان كړې شو

اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د پاكستان حكومت لخوا د تباهي خپرونكي سېلاب او لېنډ سلائيډنګ پېښو د لاسه د اغېزمن شوي نيپال مرستې او بحالۍ اقداماتو په لړ كښې 100 ټنه د مرستې سامان د نيپال پلازمينه كھټمنډو ته روان كړې شو۔ د اېن ډي اېم اے په مرسته تيار كړې شوې دا سامان د چارټرډ الوتكې دلارې اسلام آباد څخه كھټمنډو ته ولېږلې …

اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د پاكستان حكومت لخوا د تباهي خپرونكي سېلاب او لېنډ سلائيډنګ پېښو د لاسه د اغېزمن شوي نيپال مرستې او بحالۍ اقداماتو په لړ كښې 100 ټنه د مرستې سامان د نيپال پلازمينه كھټمنډو ته روان كړې شو۔ د اېن ډي اېم اے په مرسته تيار كړې شوې دا سامان د چارټرډ الوتكې دلارې اسلام آباد څخه كھټمنډو ته ولېږلې شو۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د مرستې په سامان كښې خېمې ٬ كمبلې د حفظان صحت كټس او دويانې شاملې دي۔ په اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ د مرستې سامان لېږلو دستوره وشوه په كومه كښې چې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د نيپال سفير ٬ د خارجه وزارت ٬ اېن ډي اېم اے او نورو اړوندو ادارو اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د پاكستان حكومت وئيلي چې دا مرسته په دې سخت وخت كښې د د نيپال حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه ده۔

مزید خبریں