اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر حاکان فیدان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د مکې د ګډ دفاعي تړون لاندې په استنبول كښې د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټۍ د لومړۍ غونډې …
د پاک ترک بهرنیو چارو وزیرانو ټېلېفوني خبرې٬ په مكه دفاعي اتحاد د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 ستمبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر حاکان فیدان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د مکې د ګډ دفاعي تړون لاندې په استنبول كښې د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټۍ د لومړۍ غونډې په كوربتوب كولو د ترك خارجه وزير مننه وكړه۔ دواړو وزیرانو په یاده شوې غونډه کښې په شوي مفاهمت د عملدرآمد حوالې سره د پېشرفت جاج واغست او د مکې دفاعي اتحاد د همکارۍ د لا پراختیا په لارو چارو یې خبرې وکړې۔ دواړو د سیمې او نړۍ په روان وضعیت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ دوئي د شريكې خوښې په چارو او په ګڼ اړخيزه فورمونو د همكارۍ لا مضبوطولو په موقع خبرې هم وكړې۔











