اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) د پاکستان، مصر، انډونیشیا، اردن، قطر، سعودی عرب، ترکیه او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو د اسرائيل د قومي سلامتيا وزير اتمار بن ګوېر او د اسرائيل ددفاع وزير اسرائیل کاټز لخوا غزه پټۍ څخه د فلسطيني اولس بې دخلۍ سره د اړوندو بيانونو او په خاص توګه د فلسطيني اولس خپلې خاورې څخه په جبري توګه د بې دخل كولو منصوبو او تګلارې وړاندېزونو سخته …
د پاكستان په شمول د مهمو هېوادونو خارجه وزيرانو د اسرائيلي وزير غزه پټۍ څخه د فلسطيني اولس بې دخلۍ سره د اړوندو بيانونو غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) د پاکستان، مصر، انډونیشیا، اردن، قطر، سعودی عرب، ترکیه او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو د اسرائيل د قومي سلامتيا وزير اتمار بن ګوېر او د اسرائيل ددفاع وزير اسرائیل کاټز لخوا غزه پټۍ څخه د فلسطيني اولس بې دخلۍ سره د اړوندو بيانونو او په خاص توګه د فلسطيني اولس خپلې خاورې څخه په جبري توګه د بې دخل كولو منصوبو او تګلارې وړاندېزونو سخته غندنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شي بيان له مخې د 8 اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په يو مشتركه بيان كښې وئيلي دي چې دا ډول پارونكي بيانونه او وړاندېزونه د نړيوال قانون په شمول د نړيوال بشري قانون اصولو ښكاره خلاف ورزي ده او د فلسطيني اولس جائز او نه منسوخ كېدونكې حقونه خطر سره مخ كوونكي دي۔ هغوي خبردارې وركړې دې چې د جبري بې داخلې مطالبې په باقاعده پالېسۍ يا د فلسطيني وګړو خپلې خاورې ويستلو له عملي اقدامات كښې د بدلولو به سنګينې نتيجې رامخې ته شي۔ دوئي ووئيل دا ډول اقدامات امن ترلاسه كولو له روانو نړيوالو هڅو او په خاص توګه د صدر ډونلډ ټرمپ د غزه شخړې ختمولو بشپړه منصوبې لپاره چېلنج دي په كومه كښې چې جبري بې دخلي په ښكار توګه مسترد كړې شوې ده۔ خارجه وزيرانو په دې زور راوړو چې غزه پټۍ د مقبوضه فلسطيني خاورې يوه نه وېشل كېدون برخه ده۔ دوئي دا خبره تكرار كړه چې د تلپاتي امن ترلاسه كولو يوازينۍ لاره په دوه رياستي حل عملدرآمد دے۔ دوئي په خپله خاوره ټينګ پاتې كېدو له د فلسطيني اولس ملاتړ تكرار كړو او د فلسطيني مسئلې ختمولو يا د فلسطيني اولس جائز حقونو كمزورې كولو ټولې هڅې مسترد كړې۔











