اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د كامياب انټلي جنس بېسډ او ترهګرۍ مخنيوي كارروائيو په مهال د فتنة الخوارج ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د هېواد د امن او ثبات خلاف د ناوړه عزائمو په مسلسل …
د وزيراعظم خېبر پښتونخوا كښې د بېلو كارروائيو په مهال د فتنة الخوارج ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د كامياب انټلي جنس بېسډ او ترهګرۍ مخنيوي كارروائيو په مهال د فتنة الخوارج ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د هېواد د امن او ثبات خلاف د ناوړه عزائمو په مسلسل ناكامه كولو ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو په پېشه ورو صلاحيتونو وياړي۔ وزیر اعظم ووئيل د ترهګرۍ خلاف روان جنګ كښې ټول قام د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې د پاكستان خاورې څخه د غېر ملكي ملاتړ لرونكو ترهګرو نوغې تر ويستلو به د عزم استحكام وژن لاندې كارروايۍ بشپړ عزم سره روانې ساتلې شي۔











