شپږم ستمبر كال 1965ء زمونږ د قامي تاريخ يو روښانه باب دے ٬ وسله والو ځواكونو او قام په ګډه زمونږ په قومي تاريخ كښې تلپاتې ميراث رقم كړو: د وزيراعظم شهباز شريف د دفاع او شهيدانو ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د وسله والو ځواكونو شهيدانو ٬ غازيانو او د هغوي كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې په 6 ستمبر 1965ء د پاكستان وسله والو ځواكونو عددي برتري لرونكې دښمن سپكوونكې ماتې سره مخ كړو۔ وسله والو ځواكونو او قام په ګډه زمونږ په قومي تاريخ كښې د رشك وړ او تلپاتې ميراث رقم كړو٬ د آپرېشن بنیان مرصوص په زړه …

اسلام آباد۔6ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د وسله والو ځواكونو شهيدانو ٬ غازيانو او د هغوي كورنيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې په 6 ستمبر 1965ء د پاكستان وسله والو ځواكونو عددي برتري لرونكې دښمن سپكوونكې ماتې سره مخ كړو۔ وسله والو ځواكونو او قام په ګډه زمونږ په قومي تاريخ كښې د رشك وړ او تلپاتې ميراث رقم كړو٬ د آپرېشن بنیان مرصوص په زړه پورې كاميابۍ زمونږ په عسكري تاريخ كښې يو نوے باب رقم كړو۔ ده ووئيل پاكستان په سيمه ييزه او نړيواله كچه امن او استحكام ته وده وركولو له خپل فعاله او تعميري كردار ترسره كوي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د دفاع او شهدا ورځې په موقع جاري شوي بيان وزيراعظم ووئيل 6 ستمبر زمونږ د قامي تاريخ يو روښانه باب دے۔ دا ورځ مونږ ته هغه شهيدانو او غازيانو ته د پیرزؤنو وړاندې كولو موقع راكوي كومو چې د پاكستان سلامتيا ٬ خپلواكۍ او آزادۍ تحفظ له د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ ده ووئيل په معركه حق كښې د چیف آف آرمی سټاف و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر،  ائر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو او نیول چیف اېډمرل نوید اشرف پېشه ورې حكمت عملۍ سره ازلي دښمن ته هغه ماتې وركړې شوه كومه به چې يۍ نسلونه ياد ساتي۔ ده ووئيل پاكستان به په سيمه ييزه او نړيواله كچه امن او استحكام ته وده وركولو له خپل فعاله تعميري كردار  ترسره كول وي۔ ده ووئيل مكه مشتركه دفاعي لوظنامه په سيمه ييز امن كښې د پاكستان د زياتېدونكي كردار مظهر دے او اجتماعي دفاع٬ سلامتيا او ورونړو هېوادونو له زمونږ د عزم عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به دا تسليمول وي چې د كشمير مسئلې تلپاتې حل څخه پرته په سوئيلي آسا كښې د اوږدې مودې حل نه غېر حقيقي امن په ځاې كېدې نه شي۔ ده ووئيل مونږ له به تل دا ياد ساتل وي چې مضبوط دفاع د تلپاتي امن او پرمختګ بنياد دے۔ د پاكستان وسله وال ځواكونه زمونږ د قامي سلامتيا ضامن دي۔ ده شهيدانو له  د لوړو درجو ٬ ژوبل شوو له د زر روغتيا او وطن له د استحكام او سوكالۍ  دعا وكړه۔

مزید خبریں