د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دفاع ورځې په موقع د 1965 ء جنګ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې

اسلام آباد۔6ستمبر  (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دفاع ورځې په موقع د 1965ء جنګ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د كال 1965ء جنګ كښې د پاكستان د پوځ مېړنو ځوانانو ګران وطن لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې او د پېشه ور مهارت څرګندونه كولو سره يۍ څو چنده لوې پوځ په هر يو محاذ ماتې سره مخ كړو۔ ددې …

اسلام آباد۔6ستمبر  (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دفاع ورځې په موقع د 1965ء جنګ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د كال 1965ء جنګ كښې د پاكستان د پوځ مېړنو ځوانانو ګران وطن لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې او د پېشه ور مهارت څرګندونه كولو سره يۍ څو چنده لوې پوځ په هر يو محاذ ماتې سره مخ كړو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د دفاع ورځې په موقع وكړه۔ سپيكر ووئيل قام به د خپلو اتلانو قربانۍ تل يادې ساتي۔ سپیکر سردار ایاز صادق په معركه حق كښې د پاك  پوځ مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مدبرانه مشرتابه كښې پاك پوځ د دښمن ناوړه عزائم لمنځه يوړل او دا يۍ ثابته كړه چې پاكستان د خپلې خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا و د قومي ګتو د دفاع بشپړ صلاحيت لري۔ سردار اياز صادق شهيدانو له د لوړو درجو او هېواد له د پرمختګ او سوكالۍ دعا وكړه۔

مزید خبریں