لاهور۔5ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اېکسپورټ ډوېلپمنټ فنډ او اېکسپورټ امپورټ بنک آف پاکستان لخوا په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروباري ادارو لپاره د برآمدي انشورنس كورېج برابرولو ګام هركلې كړې دې۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ بلخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېکسپورټ ډوېلپمنټ فنډ په اړه غونډه وشوه۔ وزیراعظم ووئيل …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېکسپورټ ډوېلپمنټ فنډ په اړه غونډه

مزید خبریں
لاهور۔5ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اېکسپورټ ډوېلپمنټ فنډ او اېکسپورټ امپورټ بنک آف پاکستان لخوا په خاص توګه د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروباري ادارو لپاره د برآمدي انشورنس كورېج برابرولو ګام هركلې كړې دې۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ بلخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېکسپورټ ډوېلپمنټ فنډ په اړه غونډه وشوه۔ وزیراعظم ووئيل د 3 ارب روپو رسک پول په خاص توګه د كوچنۍ او منځومنې درجې كاروباري ادارو لپاره اېکسپورټ کرېډت انشورنس ته لاس رسي لا پراخا كوي٬ دې پرېكړې سره به كاروباري ورورولۍ ته د برآمدات حجم زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا ډول اقدامات په برآمدات اډانه معيشت ته د ودې وركولو عزم بشپړولو لپاره كولې شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د اي ډي اېف تنظيم نو او اصلاحات په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته وويلې شوو چې اي ډي اېف سره موجود 24 اربه روپۍ په بشپړه توګه د كاروباري ورورولۍ آسانيو لپاره مختص كړې شوي دي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيرانو اورنګزېب ٬ رانا تنوير حسېن ٬ جام كمال خان ٬ احد خان ډچيمه ٬ د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني ٬ د وزيراعظم سلاكار هارون اختر ٬ د اي ډي اېف بورډ چيئرمېن عمر سعيد او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔











