اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن (آئی بی سی سی) فورم يو سل څلورم اتيايمه (184) غونډه په هېواد كښی د امتحاني تګلارو غوره جوړولو ٬ تعليم روټ لرننګ څخه تصوراتي تفهيم پلو منتقل كولو ٬ د زده كوونكو په ريكارډ كښې شفافيت زياتولو او د پاكستاني قابليت قومي او نړيوال شناخت ښه كولو مهمو پرېكړو سره پايې ته ورسېد۔ د آئي بي سي سي اعلاميې له …
يو سل څلورم اتيايم آئي بي سي سي فورم په امتحاني نظام كښې لويو بدلونو سره پايې ته ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن (آئی بی سی سی) فورم يو سل څلورم اتيايمه (184) غونډه په هېواد كښی د امتحاني تګلارو غوره جوړولو ٬ تعليم روټ لرننګ څخه تصوراتي تفهيم پلو منتقل كولو ٬ د زده كوونكو په ريكارډ كښې شفافيت زياتولو او د پاكستاني قابليت قومي او نړيوال شناخت ښه كولو مهمو پرېكړو سره پايې ته ورسېد۔ د آئي بي سي سي اعلاميې له مخې په دوره ورځني فورم كښې د بی آئی اېس ایز، ټیکنیکل ایجوکیشن بورډز او ګرد هېواد څخه د نصاب او ټېكسټ بك بورډ مشرانو استازو ګډون وكړو۔ فورم د امتحاني نظام معياري كولو له د وزيراعظم په هداياتو عمل درآمد پلو هم پام وګرځولو۔ فورم ته ووئيلې شوو چې د سندھ امتحانی بورډز، فېډرل بورډ آف انټرمیډیټ اینډ سیکنډری ایجوکیشن (ایف بی آئی ایس ای)، اے جے کے بورډ، کے آئی یو بورډ، آغا خان بورډ او ضیاء الدین بورډ نوې ګریډنګ پالېسۍ نافذ كړې دي چې له مخې يۍ كم از كم پاسنګ ماركس 40 فيصد ته رسولې شوي دي۔ فورم په اېس اېس سی او اېچ اېس اېس سی سرټیفکېټس د ب فارم/ سی اېن آئی سی نمبر په شاملولو اتفاق وكړو۔ فورم بورډ ټاپرز لپاره د اسکالرشپس او بهر هېوادونو كښې د نماش موقعو منظوري هم وركړه۔ فورم د نورو 12 دینی مدرسو اېس اېس سی او اېچ اېس اېس سی سره ددې د اهليت مساوي كولو سپارښتنه وكړه چې ورسره ددې ډول ادارو شمېره 26 ته ورسېده۔ اېګزېکټو ډائرېکټر آئی بی سی سی ډاکټر غلام علی ملاح د امتحاني بورډ د چيئرمېنانو د مېرټ په بنياد په تعينات كولو د پنجاب حكومت ستائنه كولو سره ووئيل چې ذهين او پېشه ور قيادت آبي سي سي فورم مضبوطوي او د امتحانونو لرننګ څخه تصوراتي تشخيص پلو د بوتللو ملي هڅه كښې خپله برخه اچوي۔ ده په ګرده صوبه كښې د اي ماركنګ په معياري كولو د سندھ حكومت او امتحاني بورډ چيئرپرسنز هم ستائنه وكړه او دا يۍ امتحاني نظام كښې شفافيت ٬ كاركردګۍ او د وقار بهترۍ پلو يو مهم ګام وګرځولو۔ ډاکټر غلام علی ملاح ووئيل دا اصلاحات د پراخا قامي هڅې برخه دي دغسې چې يو داسې امتحاني نظام چمتو كړې شي كوم چې د ياداشت په ځاې د پوهې امتحان واخلي ، د حقيقي زده كړې موقع وركړي ٬ ټېكنالوجي وكاروي او د پاكستانې قابليت قومي او نړيوال وقار زيات كري۔ فورم د امتحانی، تکنیکی، نصاب او ټېکسټ بک بورډز ترمينځه د مضبوطې همغږۍ او په ټېكنالوجۍ د اډانه لرونكي طالب علم دوست او په نړيواله كچه تقابلي تشخيصي نظام چمتو كولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ د غوڼډې كارروايي اېم عثمان خان ٬ د آئي بي سي سي فورم سېكرټري او ډي جي آئي بي سي سي روانه وساتله۔











