اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون (اېچ اي سي) د اسلاماباد کېپیټل ټېرېټوري او د وفاقي سيمې د لوړو زده کړو ادارو کښې د نشه يي توکو او سګرټ څکولو د مخنیوي په اړه د اېچ اي سي د كال 2021 په پالېسۍ د عملدرآمد او نګرانۍ جاج اغستلو غونډه وكړه۔ د غونډې مشري د اېچ اي سي اي ډي ډاكټر ضياﺀ الحق وكړه …
د اېچ اي سي تعليمي ادارو كښې د منشيات او سګرټ څكولو مخنيوي په اړه د كال 2021 په پالېسۍ د عملدرآمد او نګرانۍ جاج اغستلو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون (اېچ اي سي) د اسلاماباد کېپیټل ټېرېټوري او د وفاقي سيمې د لوړو زده کړو ادارو کښې د نشه يي توکو او سګرټ څکولو د مخنیوي په اړه د اېچ اي سي د كال 2021 په پالېسۍ د عملدرآمد او نګرانۍ جاج اغستلو غونډه وكړه۔ د غونډې مشري د اېچ اي سي اي ډي ډاكټر ضياﺀ الحق وكړه او د اېچ اي سي اړوندو چارواكو او د اسلام آباد كېپټل ټرېټري پوليس استازو ګډون وكړو۔ په غونډه کښې د لوړو زده کړیزو ادارو د منظمې څارنې، په پالېسۍ د عملدرآمد باوري كولو ، په عملدرآمد كښې د موجودو نیمګړتیاوو د پېژندلو، د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ لا مؤثر كولو او د عامه پوهاوي او مخنیوي اقداماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې۔ په دې موقع ډاکټر ضیاء الحق وویل چې د زده کوونکو د نشه يي توکو او سګرټ څکولو له ناوړه اغېزو څخه ساتنې لپاره د اېچ اي سي ٬ قانون نافذ كوونكو ادارو او اعلی تعليمي ادارو له به په ګډه او مستقل بنيادونو اقدامات كول وي۔ ده ووئيل په اعلی تعليمي ادارو كښې محفوظ ٬ صحي او منشيات څخه پاك تعليمي چاپېريال لپاره په پالېسۍ مؤثر عملدرآمد او د ټولو اړوندو ادارو ترمينځه همغږي ضروري ده











