وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ نوشکي كښې 9 كلنې كوچنۍ سره د جنسي تېرو و قتل او په كراچۍ كښې په مېرمن د تېزاب اچولو د پېښو نوټس واخست

  اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ نوشکي كښې 9 كلنې كوچنۍ سره د جنسي تېرو و قتل او په كراچۍ كښې په مېرمن د تېزاب اچولو د پېښو نوټسن اخستو سره په دواړو پېښو كښې آئي جي بلوچستان او آئي جي سندھ جلا جلا مراسلے استولې دي۔ د جمعې په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري خبر …

 

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ نوشکي كښې 9 كلنې كوچنۍ سره د جنسي تېرو و قتل او په كراچۍ كښې په مېرمن د تېزاب اچولو د پېښو نوټسن اخستو سره په دواړو پېښو كښې آئي جي بلوچستان او آئي جي سندھ جلا جلا مراسلے استولې دي۔ د جمعې په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ په دواړو جلا جلا مراسلو كښې اړوند پوليس چارواكو څخه د قانون له مخې د پېښې بشپړ او جامع تحقيقات باوري كولو٬ په سمدستي توګه مناسب كارروائي كوول او د پېشرفت په اړه جامع رپورټ په وړاندې كولو زور راوړو۔ سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل چې د پېښو د حساس نوعيت له مخې دې تحقيقات په ترجيحي بنيادونو وكړې شي دغسې چې ځپلې كسانو ته انصاف وركول باوري كړې شي۔ وفاقي وزير په دواړو پېښو كښې ككړ كسانو په ضد د قانون له مخې د كارروائۍ په باوري كوول هم زور راوړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د مېرمنو او كوچنيانو په ضد د تشدد او جرائمو په پېښو كښې د قانون له مخې موثره کارروائي او ځپليو ته په وخت انصاف وركول دې باوري كړې شي٬ د بشري حقونو وزارت به په دواړو پېښو كښې اړوند چارواكو څخه د پېشرفت ترلاسه كولو عمل جاري ساتي۔

مزید خبریں