اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښی د نيپال سفارتخانې دوره وكړه او په نيپال كښې د تباهي كونكي سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله د مړو شوو كسانو په ياد كښې يۍ د غمرازۍ كتاب كښې خپل تاثرات درج كړل ۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د مړو شوو كسانو كورنيو سره …
د نائب وزیراعظم سېنېټر اسحاق ډار په اسلام آباد كښی د نيپال سفارتخانې دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښی د نيپال سفارتخانې دوره وكړه او په نيپال كښې د تباهي كونكي سېلاب او لېنډ سلائيډنګ له امله د مړو شوو كسانو په ياد كښې يۍ د غمرازۍ كتاب كښې خپل تاثرات درج كړل ۔ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم د مړو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي وكړه او د نيپال حكومت او اولس سره يۍ د پاكستاني حكومت لخوا د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون د منطقې هېوادونه په غېر متناسب ډول اغېزمند كوي چې په نتيجه كښې يۍ بشري ځانونه ٬ روزګار او بنيادي اډانه زيانمنده كيږي۔ ده د مړو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره سره ژوبل شوو له د زر روغتيا او بې دركه شوو له د سلامتيا دعا وكړه۔ د نيپال مرستې او بحالۍ هڅو لپاره د پاكستان لخوا د ملاتړ پخلي كولو سره نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان د قدرتي آفت په اغېزو قابو موندلو له هره ممكن مرسته كولو له چمتو دے۔











