د اے اين ايف کارروائي، په افغانستان كښې جوړ د نشه اي قاچاق نړيوال نيټ ورك بې نقابه٬ افغان مشر  او ځائي سهولت كار ګرفتار

  اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) اينټي نار کوټکس فورس (اے اين ايف) لويه كاميابي ترلاسه كولو سره په  افغانستان كښې جوړ د نشه اي قاچاق نړيوال نيټ ورك بې نقابه كولو سره په کراچي پورټ کنټينر څخه 200 کلوگرام آئس برآمد كولو سره افغان سرغنه احسان الله او ځائي سهولت كار نيولي دي ۔ د اے اين ايف وياند له مخئ افغان سرغنه څخه د تحقيقات په …

 

اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) اينټي نار کوټکس فورس (اے اين ايف) لويه كاميابي ترلاسه كولو سره په  افغانستان كښې جوړ د نشه اي قاچاق نړيوال نيټ ورك بې نقابه كولو سره په کراچي پورټ کنټينر څخه 200 کلوگرام آئس برآمد كولو سره افغان سرغنه احسان الله او ځائي سهولت كار نيولي دي ۔ د اے اين ايف وياند له مخئ افغان سرغنه څخه د تحقيقات په مهال كولمبو ته لېږلے شوي د نشه اي توكو مهم معلومات ترلاسه شول ٬ اے اين ايف د عمل وړ انټيلي جنس د سري لنکا چارواكو او د امريکې ادارې ډي اي اے سره په وخت شيئر كړل ٬ دغسې په مشترکه کارروائۍ كښې په کولمبو پورټ 471 كلوګرام آئس برامد كړل٬ د سري لنکا چارواكو او د امريكې ډي اي اے د اے اين ايف د وظيفائي صلاحيتونو او د موثره مرستې په رسمي توګه ستائنه وكړه ٬ کارروائي د نشي اي توكو نړيوال قاچاق په ضد د اے اين ايف انټيلي جنس صلاحيت او د نړيوالې مرستې موثره عكاسي ده۔

مزید خبریں