اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان له به تر كال 2035 د يو ټريلين ډالرو معيشت جوړېدو له برآمدات زياتول وي ، په معاشي توګه پخپلو پښو اودرېدلو له برآمدي څانګې د عصري غوښتنو سره سمول زيات ضروري دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان د كركيلې برآمدات څخه د بشپړه استفادې كولو اړوند …
معاشي خپلواكۍ لپاره د كركيلې برآمدات زياتول ضروري دي : احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان له به تر كال 2035 د يو ټريلين ډالرو معيشت جوړېدو له برآمدات زياتول وي ، په معاشي توګه پخپلو پښو اودرېدلو له برآمدي څانګې د عصري غوښتنو سره سمول زيات ضروري دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان د كركيلې برآمدات څخه د بشپړه استفادې كولو اړوند كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ احسن اقبال ووئيل د اړان پاكستان هدفونه سر كولو سره برآمدات تندۍ سره زياتول ضروري دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د برآمدات نه زياتولو له امله پاكستان بيا بيا ملګرو هېوادونو او آئي اېم اېف ته رجوع كوي او دا د معاشي مسئلو مستقل حل نه دے۔ ده ووئيل پاكستان له به د 100 اربه ډالرو برآمدات هدف پلو مخ په وړاندې بوتلل وي او كه داسې نه وي نو بيا هېواد معاشي ستونزو څخه نشي وتلے ۔ ده ووئيل د ځوانانو آبادۍ تر مخه به پاكستان له 6 څخه تر 8 فيصده شرح نمو ترلاسه كول وي۔ ده ووئيل معاشي پرمختګ لپاره د پالېسيو لږ تر لږه لسو كلونو پورې تسلسل ضروري دے۔ ده ووئيل د وژن 2010 او وژن 2025 په څير منصوبو د پالېسيو تسلسل نه لرلو له امله مطلوبه نتيجې ترلاسه نه كړې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل كركيله د پاكستان د ملا د تير حېثيت لري٬ خو د زرعي هېواد كېدو باوجود د زرعي اجناس درآمد پاكستان لپاره يوه الميه ده۔ ده ووئيل پاكستان له به خپل زرعي مصنوعات د نړيوالو ماركيټونو د غوښتنو سره سمول وي۔ ده ووئيل د پاكستان د كركيلې څانګې په عصري بنيادونو اودرولو سره سره به د موسمياتي بدلون چېلنجونو له مخې سمول وي۔ ده ووئيل هېواد د برآمدات زياتولو پراخه وسائل او صلاحيت لري۔ ضرورت د دې خبرې دے چې ټول وسائل په مؤثر ډول وكارولې شي او په زرعي څنګه كښې پېداوار٬ معيار ٬ پروسېسنګ ٬ پېكېجنګ او نړيوال ماركيټ ته لاسرسنۍ ته وړومبۍ پاملرنه وكړې شي











