د هندي پوځ په هر ډګر زوال ٬  ځان وژنو٬ تربيتي پیښو  او د وسلې غلا  د نااهلۍ پرده وشلوله

  اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د هندي پوځ په هر ډګر زوال روان دے ٬  د  ځان وژنو٬ تربيتي پیښو  او د وسلې غلا  د نااهلۍ پرده وشلوله۔ تفصيلات تر مخه   د هند پوځ ته د جنګ د مېدان سر سره داخلي نظام ٬ تربيې او امنيتي اقدامات كښې هم سنګين چېلنجونه ورمخې ته دي٬ د مودي په انتها پسنده تګلاره د كاربند هندي پوځ په …

 

اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پي پي) د هندي پوځ په هر ډګر زوال روان دے ٬  د  ځان وژنو٬ تربيتي پیښو  او د وسلې غلا  د نااهلۍ پرده وشلوله۔ تفصيلات تر مخه   د هند پوځ ته د جنګ د مېدان سر سره داخلي نظام ٬ تربيې او امنيتي اقدامات كښې هم سنګين چېلنجونه ورمخې ته دي٬ د مودي په انتها پسنده تګلاره د كاربند هندي پوځ په ناقصه تربيه او په وظيفائي  كاركردګۍ پوښتنې رامخې ته شوي دي۔ د هند جريده انډيا ټو ډے تر مخه  پخواني د هند پوځي سيوانند رېډي د زمكې الاټمنټ په شخړه كښې په تاخير په زړه ماتېدو ځان د وژلو هڅه وكړه ٬  پخواني هندي پوځي د تېرو 20 كلونو  نه د دفاعي  اهلكارو لپاره  د زمكې اغستو  لپاره هڅې كولې۔  د هند جريده دي نيو انډين ايكسپرېس تر مخه  تېر كال  د هندي پوځ ادارې سي آر پي ايف كښې 59 اهلكارو  په مايوسۍ او  د ذهني فشار له امله ځانونه وژلي وو۔د هند ميډيا نيوز 18 تر مخه د هند په هريانه ښار كښې د پوځي تربيې مشق په مهال 5 پوځيان په درياب كښې لاهو شوي چې پكښې 2 لا بې دركه دي۔ 18 نيوز ليكلي  د رپورټس  تر مخه د مشق په مهال د فني خرابۍ پېدا كېدو څخه بېړۍ په تندو اوبو كښې اوبهېده۔دغسې د هند دي هندو جريده تر مخه   د هند په سكندر آباد سيمه كښې د پوځي كېمپ نه د څلورو ټوپكو بشمول د نوره وسلې غلا  د امنيت په اړه پوښتنې رامخې ته شوي دي٬ تورنو د ډېر امنيت سيمې ته په ننوتلو  تر پوځي وسلې  ځان په آسانه رسولے دے۔ د ځان وژلو  پیښو  او  تر وسلې غلا د هندي پوځ  ناقصه جنګي معيار ٬  كمزورې تربيې او د بد انتظامي په اړه ګرده نړۍ كښې پوښتنې رامخې ته شوي دي۔

 

 

 

 

مزید خبریں