اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي نجكاري او پبلك پرائيويټ پارټنرشپ مخ په وړندې بوتللو لپاره به حكومت بشپړه مرسته كوي،هڅي كوو چې د عروج و زوال چكر څخه معيشت اوېستلے شي،د جي ډي پي په تناسب سره د ټيكسونو شرح 8.8 فيصد څخه په زياتېدو 10.3 فيصده ته رسولې شوې۔د جمعې په ورځ د ايشين ډوېلپمنټ بينك تر …
نجكاري او پبلك پرائيويټ پارټنرشپ مخ په وړندې بوتللو لپاره به حكومت مرسته كوي۔ د خزاني وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي نجكاري او پبلك پرائيويټ پارټنرشپ مخ په وړندې بوتللو لپاره به حكومت بشپړه مرسته كوي،هڅي كوو چې د عروج و زوال چكر څخه معيشت اوېستلے شي،د جي ډي پي په تناسب سره د ټيكسونو شرح 8.8 فيصد څخه په زياتېدو 10.3 فيصده ته رسولې شوې۔د جمعې په ورځ د ايشين ډوېلپمنټ بينك تر سيوري لاندي د ’’پبلك پرائيوټ پارټنرشپ او نجكارۍ ‘‘ په اړه قومي سټرټيجكي مكالمې ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل د كلي معيشت استحكام ته د پام لرني ماحول به په مستقل بنيادونو برقرار ساتل وي، دا استحكام د ډېر محنت سره ترلاسه شوے او زياتي سختي پريكړي شوي خو مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې مونږ بيا د بوم اينډ بسټ پېچلتيا ته لاړ نه شو۔دې نه پس به د استحكام نه تر پائيدار معاشي نمو پلو تلل وي او بيا به ډھانچه جاتي اصلاحات په اړه په موجوده لاره ثابت قدمۍ سره اودريدل وي دغسې چې نجي څانګه د هېواد د معيشت قيادت روانه ساتلو جوګه شي،دا هغه مقام دے چرته چې د نجكارۍ عمل اهميت اختياروي۔د خزاني وزير ووئيل د تيرو درېو كلونو په مهال مونږ د دوو بنيادي خسارو مخنيوي كښې ډير مزل كړے،څو كاله وړاندې دغه خسارې د جي ډي پي 12.5 فيصده لوړي كچي ته رسيدلي وې كومي چې په كمېدو 2.6 فيصد پاتي شوي،په دې كمي كښې ريونيو زياتولو او بل پلو خرڅونو كښې كمي كردار ترسره كړے۔ ده ووئېل اېف بي آر كښې د اصلاحات په اړه مونږ افرادي قوت، طريقه كار او د ټيكنالوجي په څانګو كښې چې كوم اقدامات كړې د هغې په نتيجه كښې د تيرو دوو كلونو په مهال زمونږ د ريونيو وصولۍ كښې 40 فيصده زياتوالے راغلے ،دا مهال د سول حكومت چلولو خرڅونه، د پورونو ادائيګۍ لګښت وغيره پشمول د مجموعي خرڅونو كمولو سلسله هم روانه ساتلې شوې ،د اېف بي آر ټيكس ټو جي ډي پي تناسب كوم چې د څه مودې نه يواځې 8.8 فيصد د جمود ښكار ؤ اوس په زياتيدو 10.3 فيصده ته رسيدلے۔د خزاني وزير ووئيل مونږ چې د شخصي سرمايې متحرك كولو خبره كوو نو مونږ ټولي لاري او امكانات ګورو او دا جاج اخلو چې زمونږ په اختيار كښې څه دي۔ځيني عوامل زمونږ په اختيار كښې نه وي۔











