پاكستان په ناروال كښې د هندو مندر په اړه د هندي خارجه وزارت په سياسي مقصدونو اډانه ادعاګانې مسترد كولو سره بې بنسټه او پروپېګنډه ګرځولې دي۔ د خارجه دفتر وياند سجاد حېدر خان د جمعې په ورځ د ميډيا پوښتنو په ځواب كښې اډا سراج نارووال كښې هندو مندر سره اړوند د هندي خارجه وزارت په بيان سخت غبرګون ښودلو سره ويلي چې مونږ د مندر په اړه د …
ناروال كښې د هندو مندر په اړه د هندي خارجه وزارت ادعاګانې بې بنسټه دي: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
پاكستان په ناروال كښې د هندو مندر په اړه د هندي خارجه وزارت په سياسي مقصدونو اډانه ادعاګانې مسترد كولو سره بې بنسټه او پروپېګنډه ګرځولې دي۔ د خارجه دفتر وياند سجاد حېدر خان د جمعې په ورځ د ميډيا پوښتنو په ځواب كښې اډا سراج نارووال كښې هندو مندر سره اړوند د هندي خارجه وزارت په بيان سخت غبرګون ښودلو سره ويلي چې مونږ د مندر په اړه د هندي خارجه وزارت لخوا د دروغو او په سياسي مقصدونو اډانه ادعاګانې مسترد كوو۔ وياند ووئيل د هند لخوا د خپرې كړې شوې بې بنسټه پروپېګنډې برعكس د مندر ودانۍ ته په 21 جولائي 2026 د زياتو بارانونو د لاسه زيان رسېدلے و۔ ده ووئيل ځائي چارواكو د بارانونو دلاسه د شوې زيان جاج اغستلې دې او د ودانۍ بحالۍ له اقدامات پېل كړې شوي دي۔ وياند ووئيل دا د شرم وړ خبره ده چې هند حقائق په ناوړه شكل كښې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د حقائق دا ډول مسخ كول هند كښې د اقليتونو په ضد منظم ظلم او جبر او د هغوي په عبادتخانو او په رياستي نګرانۍ كښې د بريدونو ناوړه ريكارډ څخه پام بل پلو ګرځولې نه شي۔ وياند ووئيل نړۍ د هندوتوا نظريې د اقليتونو خلاف د وسلې په توګه كارول كېدو څخه ښه خبر ده او هندي مشرتابه دې د مسلم ٬ سكھ او مسيحي ورورولۍ خلاف په روان ظلم او جبر ځواب وركوونكې وګرځولې شي۔











