د قومي پرائيويټ ايکويټي پاليسي فريم ورك مقصد حقيقي سرمايه فعاله كولو دا د سرمايه كارۍ په عملي نتيجو بدلول پكار ده ۔ محمد اورنګزيب

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي  د قامي پرائيويټ ايکويټي پاليسي فريم ورك مقصد حقيقي سرمايه فعاله كولو سره دا د سرمايه كارۍ په عملي نتيجو بدلول پكار ده ٬ د پاکستان او نړيوال سرمايه كارو متوجه كولو لپاره د باور وړ ايکوسسټم جوړولو ته اړتيا ده٬ د پاكستان د كاروباري ادارو او د سرمايه كارۍ موقعې د اداره …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي  د قامي پرائيويټ ايکويټي پاليسي فريم ورك مقصد حقيقي سرمايه فعاله كولو سره دا د سرمايه كارۍ په عملي نتيجو بدلول پكار ده ٬ د پاکستان او نړيوال سرمايه كارو متوجه كولو لپاره د باور وړ ايکوسسټم جوړولو ته اړتيا ده٬ د پاكستان د كاروباري ادارو او د سرمايه كارۍ موقعې د اداره جاتي سرمائې پراخه ذريعو سره تړل پكار دي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د قامي پرائيويټ ايکويټي پاليسي فريم ورك چمتوالي لپاره د جوړې كړې كمېټۍ د دوېمې غٶنډې مشرۍ په مهال كړې۔ د فريم ورك مقصد پاکستان كښې پرائيويټ ايکويټي څانګه مضبوطول او پيداواري سرمايه کارۍ لپاره د هېواد او د اوږدې مودې نړيواله سرمايه په لويه كچه د فعاله كولو سهولت وركول دي۔ د غونډې په پېل كښې د پاكستان لخوا د درې اربه ډالرو ماليت د يورو بانډ  په كاميابه اجراء د خزانې وزير له مباركي وركړه او په دې عمل كښې ئې د نړيوالو سرمايه كارو لخوا د بشپړه او متنوع ګډون ستائنه وكړه۔ د غونډې په پائې كښې په دې خبره صلاح راغله چې ترجيحي سفارشات دې وړاندې كړے شي او په مجموعي توګه قامي پرائيويټ ايکويټي پاليسي فريم ورك د تيارۍ عمل دې روان وساتلے شي٬ په دې فريم ورک كښې ناجائز استعمال او د ټيکس  ناجائز ګټه پورته كولو په ضد به حفاظتي اقدامات شامل وي او د پاكستان پرائيويټ ايکويټي مارکيټ تلپاتې پرمختګ لپاره به ضروري حالات پېدا كولو ته هم پام كولې شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د صنعت او پېداوار سلاحكار هارون اختر خان، د وزيراعظم نجكارۍ لپاره سلاحكار محمد علي، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني  او د خزانې سيکريټري امداد الله بوسال پشمول اړوند سرکاري او نجي څانګو سره تعلق لرونكو نورو غړو ګډون وكړو۔

 

 

 

مزید خبریں