اسلام آباد۔3ستمبر (اے پي پي) وزیرِ مملکت او د وزیراعظم ډیجیټل میډیا لپاره خاص مرستيال فهد هارون سره پاکستان كښې د اټاليه نوي سفیر اوګو چیاراتانې د ده په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔د زيارت په ورځ جاري بیان تر مخه فهد هارون پاکستان كښې په سفارتي ذمه وارو سنبھالولو د سفیر اوګو چیاراتانې هر كلے وكړو او د هغه کامیابې سفارتي مودې ِ لپاره يې د نیکو هيلو …
د وزیراعظم د ډیجیټل میډیا خاص مرستيال فهد هارون سره د اټاليه سفیر ملاقات، په ډیجیټل میډیا د خیالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔3ستمبر (اے پي پي) وزیرِ مملکت او د وزیراعظم ډیجیټل میډیا لپاره خاص مرستيال فهد هارون سره پاکستان كښې د اټاليه نوي سفیر اوګو چیاراتانې د ده په دفتر كښې ملاقات وكړو ۔د زيارت په ورځ جاري بیان تر مخه فهد هارون پاکستان كښې په سفارتي ذمه وارو سنبھالولو د سفیر اوګو چیاراتانې هر كلے وكړو او د هغه کامیابې سفارتي مودې ِ لپاره يې د نیکو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده هيله ولرله چې د ده تعیناتۍ به د پاکستان او د اټاليه تر مينځه د زړو او دوستانه اړيكو لا مستحکمولو لپاره مرستياله ثابت شي ۔ملاقات کښې دواړو لارښودو د نوې میډیا په بدلېدونكې منظرنامې، د ڼړيوالې میډیا په رجحانات او اولسي رابطو كښې د ډیجیټل پلیټ فارمز د زياتېدونكې کردار بشمول د شرېكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔فهد هارون ووئېل پاکستان به راتلونكو ورځو كښې اټاليه سره ډیجیټل څانګه كښې د مثبت پیش رفت خوښي لري۔











