اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نيپال لپاره د پاکستان د پرله پسې مرستې او يووالي څرګندونې كولو سره دا هيله لرلې ده چې د نيپال همت لرونكے اولس به د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ څخه د شوو زيانونو پېښې څخه لا په مضبوطيا رابهر شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په اسلام …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د نيپال سفارتخانې دوره، نيپال لپاره د پاكستان د پرله پسې مرستې او يووالي څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نيپال لپاره د پاکستان د پرله پسې مرستې او يووالي څرګندونې كولو سره دا هيله لرلې ده چې د نيپال همت لرونكے اولس به د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ څخه د شوو زيانونو پېښې څخه لا په مضبوطيا رابهر شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په اسلام آباد كښې د نيپال سفارتخانې دوره وكړه او په نيپال كښې د تباهۍ كونكې سېلاب او لېنډ سلائيډنګ په نتيجه كښې د مړو كسانو په ياد كښې يې د غمرازۍ په كتاب كښې خپل تاثرات درج كړل۔ د نيپال سفير ريټا دھيتال سفارت ته په راتګ د وزيراعظم هركلے وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، خاص مرستيال سيد طارق فاطمي، خارجه سيکرټري سفير آمنه بلوچ او نور اعليٰ چارواكي هم وو۔ د غمرازۍ خپل کلمات كښې وزيراعظم د پاكستان حکومت اولس لخوا د نيپال حكومت او اولس په خاص توګه په پېښه كښې د مړو كسانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د نيپال وزيراعظم بالندر شاه سره په ټيلي فون د خبرو په مهال د خپلو جذباتو پخلي كولو سره د دې خبرې باور وركړو چې پاكستان به د غم په دې ګهړۍ كښې نيپال سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔ وزيراعظم د نيپال سفير خبر كړو چې پاکستان به نيپال لپاره د هنګامي مرستې سامان ليږي دغسې چې هلته په روانو د مرستې او بحالۍ په كارروائيو كښې معاونت وكړے شي۔ وزيراعظم نيپال لپاره د پاکستان د پرله پسې ملاتړ پخلي كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې همت لرونكے اولس به د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ څخه د شوو زيانونو پېښې څخه لا په مضبوطيا سره رابهر شي۔ په دې موقع د نيپال سفير ريټا دھيتال د وزيراعظم د خواخوږۍ او د ډاډ وړ په كلمات د دوي مننې كولو سره ووئيل د پاکستان قيادت لخوا د يووالي څرګندونه به د نيپال اولس ياده ساتي۔ ده وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې د موجوده صورتحال نه هم خبر كړو۔











