اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په پمز روغتون كښې د اور لګېدو پېښه كښې د خپل ځان پرواه نه كولو او د نوې زېږېدلي ماشوم ژوند بچ كونكې نرس رضيه نورين د زيارت په ورځ وليدل او د ھغې د همت او جذبې ئې ستائنه وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل نرس رضيه نورين د …
وزيراعظم شهباز شريف سره د پمز پېښه كښې د نوې زېږېدلي ماشوم ژوند بچ كونكې نرس رضيه نورين وليدل٬ د قامي اعزاز وركولو اعلان او د يو كروړ روپو چېك وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په پمز روغتون كښې د اور لګېدو پېښه كښې د خپل ځان پرواه نه كولو او د نوې زېږېدلي ماشوم ژوند بچ كونكې نرس رضيه نورين د زيارت په ورځ وليدل او د ھغې د همت او جذبې ئې ستائنه وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل نرس رضيه نورين د خپل ځان پرواه نه كولو سره چې كوم همت او عظيم مقصد لپاره د نوي زېږېدلي ماشوم ځان بچ كړے، دې عمل لپاره به لوي څښتن دې ته لويې اجر وركوي٫ ټول قام په دې وياړ لري او د دې د همت او بهادرۍ معترف ده ۔ وزيراعظم ووئيل د نرس دا ډېر عظيم عمل دے٬ د رضيه نورين كارنامه به په تاريخ كښې په زرينو ټكو لېكلې شي۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام رضيه نورين ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ وزيراعظم اعلان وكړو چې په 23 مارچ به نرس رضيه نورين ته به د دې د خدمات په اعتراف كښې قامي اعزاز وركولې شي۔ ده ووئيل د يو كروړ روپو انعام په اصل كښې د دې ډاډګيرنې لپاره دے٬ د كوم لپاره چې دا په حقيقي توګه مستحق ده۔ په دې موقع نرس رضيه نورين وزيراعظم د ماشوم ژوند بچ كولو او د اور لګېدو په اړه د تفصيلات نه هم خبر كړو۔ رضيه نورين ووئيل زه په دې ډاډګيرنه خوشحاله يم٬ د پمز پېښه زړه دردېدونكې ده۔ دې ووئيل كله چې ما اور ولېدو نو د ځان پرواه كولو نه غېر دننه لاړم او يوه ماشومه آصفه مې بچ كړه او بهر مې ډاکټرعبدالرحمن ته وسپارله ٬ د نورو ماشومانو ژوند بچ كول مې غوښتل خو د هنګامي صورتحال له امله مې داسې ونه كړے شول٬ اور خپور شو او تياره شوه او هر خواه لوګے جوړ شو۔ دې په ډاډګيرنه د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پمز پېښه زړه دردېدونكې وه ٬ د ذمه وارو په ضد به سخته کارروائي كولې شي٬ د صحت وزارت ته په پمز هسپتال كښې د سهولتونو بهترۍ او د مسئلو حل لپاره سبړښتنې شوي دي۔ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف نرس رضيه نورين له د يو كروړ روپو چېك وركړو۔ د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال او د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ هم په دې موقع موجود وٶ











