لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ناروے بادشاه هاکون هشتم ته د ناورے په تخت سنبھالولو مبارکي وركړه

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ناروے بادشاه هاکون هشتم  ته د تخت په سنبھالولو مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ناروے د نوي بادشاه په نامه خپلې چيټۍ كښې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د دې باور …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ناروے بادشاه هاکون هشتم  ته د تخت په سنبھالولو مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ناروے د نوي بادشاه په نامه خپلې چيټۍ كښې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د دې باور څرګندونه وكړه چې د هاكون په مشرۍ كښې به ناروے د امن، جمهوريت، خوشحالۍ او سماجي پرمختګ په لاره كښې نوره ترقي وكړي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او ناروے ترمېنځه د اوږدې مودې دوستۍ او د شريك احترام  د خپلولې پخلي كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د دوستۍ اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا مضبوطې شي۔ ده زور راوړو چې د پارلماني مرستې وده او په اولسي كچه روابطو كښې زياتوالے به دا اړيكې لا مستحكمولو لپاره مهمه ذريعه ثابت شي۔

مزید خبریں