د قامي اسمبلۍ د اطلاعات و خپرونو قائمه كمېتۍ غونډه، ميډيا ورکرز ته تنخاګانو وركولو كښې په پرله پسې تاخير د اندیښنې څرګندونه

  اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د اطلاعات و خپرونو قائمه كمېتۍ ميډيا ورکرز ته د تنخاګانو په وركړه كښې په پرله پسې تاخير د اندیښنې څرګندوني سره ووئيل د سرکاري ادارو په ذمه د واجبات په شا چې ميډيا سره تړون لرونكې ملازمان ستونزو سره مخ نه شي۔ د قائمه كمېتۍ غونډه د زيارت په ورځ پاکستان براډ کاسټنګ کارپوريشن هيډ کوارټرز كښې د …

 

اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ د اطلاعات و خپرونو قائمه كمېتۍ ميډيا ورکرز ته د تنخاګانو په وركړه كښې په پرله پسې تاخير د اندیښنې څرګندوني سره ووئيل د سرکاري ادارو په ذمه د واجبات په شا چې ميډيا سره تړون لرونكې ملازمان ستونزو سره مخ نه شي۔ د قائمه كمېتۍ غونډه د زيارت په ورځ پاکستان براډ کاسټنګ کارپوريشن هيډ کوارټرز كښې د چيئرمېن پلين بلوچ په مشرۍ كښې وشوه۔ كمېتۍ ووئيل د تنخواګانو په وخت وركول د ميډيا ادارو بنيادي ذمه واري ده او ټول اړوند چارواكي بايد د ميډيا ورکرز جائز مالي حقونو تحفظ له موثر اقدامات وكړي۔ كمېتۍ د خپل پخواني موقف پخلي سره په متفقه توګه ووئيل بايد د ميډيا ملازمانو واجب الادا تنخاګاني د نور تاخير نه غير وركړې شي۔ كمېتۍ د څڼډ ښكار تنخواګانو او  د ميډيا ادارو نور مالي واجبات جامع تفصيلات وغوښتل۔ كمېتۍ پرېس انفارميشن ډيپارټمنټ ته سپارښتنه وكړه چې پرنټ او اليکټرانك ميډيا ادارو كښې د ادائيګيو تفصيلات وړاندې كړي۔ كمېتۍ د کراچۍ په لانډھي سيمه كښې د پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن (پي بي سي) شارټ ويو ټرانسميټرز منصوبې د ډيري مودې راهسې په نه بشپړيدو هم د تشويش څرګندونه وكړه۔دا منصوبه مالي كال 2006-07ء كښې د پبلك سيکټر ډويلپمنټ پروګرام (پي ايس ډي پي) ترمخه منظور شوې وه۔ كمېتۍ د منصوبې په بشپړولو كښې د تاخير سخت نوټس اغستو سره د هغې موجوده صورتحال، تر اوسه د شوو خرڅونو،نور پكار مالي وسائلو ، د تاخير وجوهات او بشپړولو متوقع مودې  تفصيلي رپورټ وغوښتلو۔كمېتۍ پي بي سي ته په ريډيو پاکستان ته  په ټولو سيمه ايزو ژبو كښې  د پروګرامز او نوي بليټن پيل كولو هم سپارښتنه وكړه۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو آسيه ناز تنولي، شاهين، مهتاب اکبر راشدي، سيد امين الحق، رعنا انصر، مولانا عبدالغفور حيدري، د اطلاعات پارليماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري،د اطلاعات وزارت سيکرټري ، د پيمرا چيئرپرسن او د پي بي سي و پيمرا افسرانو ګډون وكړو۔

 

مزید خبریں