اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د نبي کريم ﷺ ژوند مبارك زمونږ لپاره اسوه حسنه ده،په سيرت طيبه عمل كولو سره مونږ دنيا او په آخرت كښې کاميابي ترلاسه كولې شوو ۔د زيارت په ورځ ميرمنو لپاره اسلام آباد ماډل کالج كښې قومي رحمت اللعالمين و خاتم النبيين اتھارټي تر سيوري لاندې د ربيع الاول دستورو …
سيرت طيبه د ځوانانو لپاره په دنيا او آخرت كښې د کاميابۍ غوره لاره ده۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د نبي کريم ﷺ ژوند مبارك زمونږ لپاره اسوه حسنه ده،په سيرت طيبه عمل كولو سره مونږ دنيا او په آخرت كښې کاميابي ترلاسه كولې شوو ۔د زيارت په ورځ ميرمنو لپاره اسلام آباد ماډل کالج كښې قومي رحمت اللعالمين و خاتم النبيين اتھارټي تر سيوري لاندې د ربيع الاول دستورو په لړ كښې يو ورځني سيمينار د ’’سيرت پيغام، د ځوانانو په نوم ‘‘ ته وينا كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل قرآن کريم كښې لوي څښتن د خپل محبوب نبي کريم ﷺ د ذات اقدس ذکر په ښه شان و عظمت سره فرمائيلے۔ده ووئيل لوي څښتن نبي کريم ﷺ له يو شمير معجزې وركړي چې پكښې قرآن مجيد هم يوه لويه معجزه ده۔ ده ووئيل لوي څښتن نبي کريم ﷺ د ټولو انسانانو ، کائنات او ټولو عالمينو لپاره د رحمت په توګه راليږلے شوے،كه مونږ مشاهده وكړو نو غير مسلمو هم د نبي کريم ﷺ د ذات اقدس په اړه ليكل كړي او اشعار ئې وئيلي دي ۔ده ووئيل د مارټن لنګز کتاب د دې يو ښه مثال دے دغسې د نيمي اوچي يو سکھ شاعر هم د نبي کريم ﷺ د ذات اقدس په اړه داسې اشعار وئيلي كوم چې د عمر لپاره د تاريخ برخه ګرځېدلي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د نبي کريم ﷺ ذات اقدس چې څومره د مسلمانانو په زړونو كښې تر تولو مهم مقام لري،دومره غير مسلمه هم د نبي پاك ﷺ شخصيت او تعليمات څخه متاثره دي چې هغوي د نبي پاك ﷺ په شان كښې اشعار وئيلي او ليكل ي ېكړي ۔ عطاء الله تارړ ووئيل نن مونږ ته چې د نبي کريم ﷺ په سيرت طيبه د عمل كولو څومره ضرورت دے، شايد دې څخه وړاندې كله نه ؤ ۔ده ووئيل د نبي کريم ﷺ پلار د نبي پاك ﷺ د ولادت څخه وړاندې د دنيا نه تللے ؤ دغسې د نبي پاك ﷺ د مور د وصال په وخت د دوي عمر مبارك 6 كاله ؤ ،خو نبي کريم ﷺ ځوانانو ته د والدين د فرمانبردارۍ او احترام مهم پيغام وركړے۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل نبي کريم ﷺ يو ځل حضرت عمر فاروقؓ او حضرت عليؓ ته وفرمائيل زما نه پس به يو كس راځي د هغه نوم به اوېس قرني وي، هغه چې چرته هم تاسو وليدو هغه څخه دعا وغواړئ۔ده ووئيل كله چې حضرت عمرؓ او حضرت عليؓ د حج په موقع حضرت اويس قرنيؒ ولټولو او ليده كاته وشول نو دوړاو جليل القدر صحابهؓ هغه ته د دعا خواست وكړو۔ده ووئيل حضرت اويس قرنيؒ په دې خبره حيران شو دواړه جليل القدر صحابهؓ ما ته د دعا خواست وكړو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل نبي کريم ﷺ حضرت اويس قرنيؒ له د مور او پلار په فرمانبردارۍ دومره لوي اهميت وركړے۔ده ووئيل دې واقعه كښې د ځوانانو لپاره مهم پيغام د مو و پلار فرمانبرداري ده او هم دغه د كاميابۍ لاره ده۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل كه مونږ د روادارۍ او همغږۍ خبره وكړو نو د نبي کريم ﷺ د ژوند مبارك بيل اړخونه ، كه هغه د يو لارښود ، کمانډر، معلم، پلار يا د خاوند په حيثيت سره وي، زمونږ لپاره ښه مثال دے،كه مونږ په اسوه حسنه په سم ډول ځان خبر كړو او پخپل ژوند كښې يې خپله كړو نو هم دغه دنيا و آخرت كښې د کاميابۍ لاره ده۔ده ووئيل داتحاد و اتفاق په برکت مكې فتح ممکن شوې۔ د مكې د فتح په موقع نبي کريم ﷺ د يو عظيم الشان لشکر سره مکه مکرمه ته لاړو او د عامي بخښني اعلان ئې وكړو۔په دغه عامه بخښنه كښې هغه وګړي هم شامل وو كومو چې په مسلمانانو لويې لويې ظلمونه كړي وؤ۔ نبي کريم ﷺ د اړخه د فتح مکه موقع د عامي بخښني اعلان د عفو و درګزر او رحمت عظيم مثال دے۔ عطاء الله تارړ ووئيل ځوانانو ته د ذمه وارو سپارلو په اړه هم سيرت طيبه كښې يو شمير مثالونه شته۔ حضرت زيد بن ثابتؓ په کم عمرۍ كښې د وحي کتابت ذمه واري ترسره كړې دغسې نبي کريم ﷺ هغه ته مهمي ذمه وارۍ سپارلي۔بيا حضرت اسامه بن زيدؓ ته په كم عمرۍ كښې مهمي ذمه وارۍ وركړې شوي او هغه له ئې د يو لشکر کمان وركړے ؤ۔ ده ووئيل سيرت طيبه كښې داسې بلها مثالونه شته چرته چې په ځوانانو نه يواځې د باور څرګندونه شوې بلكه هغوي ته ذمه وارۍ هم سپارلې شوي ۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل نبي کريم ﷺ ته د معراج واقع د لارې عظيم سعادت ترلاسه شوے۔ده ووئيل د معراج واقع د نبي کريم ﷺ عظيم مقام و مرتبې يو ځاڼګړے اعزاز دے او د هغې بيل اړخونه تر ځوانانو په موثره ډول ورسيدلې شي۔ده ووئيل دغه ټول اړخونه د يو خبرتيا كمپائن د لارې جنريشن زي او جنريشن الفا ته ورسيدلې شي دغسې چې دوي ته دا پيغام وركړے شي چې د نبي کريم ﷺ ذاتِ اقدس او د نبي كريم ﷺ تعليمات كښې د ټولو طبقو او هر عمر وګړو لپاره رهنمائي شته۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل هم دغه د کاميابۍ پيغام دے ځكه چې لويې څښتن نبي کريم ﷺ خاتم النبيين او د آخري نبي په جوړولو سره دين مکمل فرمائيلے۔ده ووئيل دا زموڼږ نيك مرغي ده چې لويې څښتن مونږ مسلمانان پيدا کړې يو او مونږ ئې د دې جوګه كړې يو چې نن مونږ د نبي کريم ﷺ ذکرِ مبارك كوو۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د ډاکټر علامه محمد اقبال په شعر سره د خپل خطاب اختتام وكړو:
’’کي محمدﷺ سے وفا تو نے تو هم تيرے هيں
يه جهاں چيز هے کيا، لوح و قلم تيرے هيں‘‘











