د هېواد برآمدات ،درآمدات او تجارتي خساره كښې د مالي كال وړومبنو دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو زياتوالے ريكارډ شو

  اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) د هېواد برآمدات ،درآمدات او تجارتي خساره كښې د مالي كال وړومبنو دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو زياتوالے ريكارډ كړے شوے۔د پاكستان د شماريات بيورو (پي بي ايس)  د اړخه جاري شميرې له مخې مالي كال وړومبنو دوو مياشتو كښې د هېواد د برآمدات حجم 5.459 اربه ډالره ريكارډ شوے كوم چې  د تير مالي كال په دې موده كښې  د …

 

اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) د هېواد برآمدات ،درآمدات او تجارتي خساره كښې د مالي كال وړومبنو دوو مياشتو كښې په كلنه بنيادونو زياتوالے ريكارډ كړے شوے۔د پاكستان د شماريات بيورو (پي بي ايس)  د اړخه جاري شميرې له مخې مالي كال وړومبنو دوو مياشتو كښې د هېواد د برآمدات حجم 5.459 اربه ډالره ريكارډ شوے كوم چې  د تير مالي كال په دې موده كښې  د  5.10 اربه ډالره په مقابل كښې 7 فيصد زيات دے،اګست كښې د هېواد د برآمدات حجم 2.508 اربه ډالره ريكارډ شوے كوم چې جولائي كښې د 2.951 اربه ډالره  په مقابل كښې 15 فيصد كم او تير كال اګست كښې د  2.416 اربه ډالره په مقابل كښې 4 فيصده زيات دے۔د شميرې له مخې  د مالي كال وړومبو دوو مياشتو كښې د هېواد د  درآمدات حجم 12.575 اربه ډالره ريكارډ شوے كوم چې د مالي كال دې مودې 11.125 اربه ډالره په مقابل  كښې 13 فيصد زيات دے۔ اګست كښې د پاكستان درآمدي بل 5.678 اربه ډالره ريكارډ شوے كوم چې جولائي كښې د  6.898 اربه ډالره په مقابل كښې 18 فيصده كم او تير كال اګست كښې د 5.288 اربه ډالره په مقابل كښې 7 فيصده زيات دے۔

مزید خبریں