د سول عدالت تر پرېكرې په مبينه جعلي اسناد د فوځدارۍ  يا محكمانه كاروائي نشي كېدې٬ وفاقي آئينې عدالت

  اسلام آباد ۔ 3 ستمبر (اے پي پي)  وفاقي آئينې عدالت وئېلي دي  په بهرتيو كښې د كارېدونكو شخړيزو اسنادو معامله  تر څو چې په سول كورټ كښې د اورېدنې لاندې وي  نو د پرېكړې نه وړاندې  د اړوند اسنادو  خلاف پوځداري يا محكمانه كاروائي نشي پېل كېدې ٬  داسې كاروائي د سول كورټ د پرېكرې نه بس د قانون تر مخه كېدې شي۔ په جسټس علي باقر نجفي  …

 

اسلام آباد ۔ 3 ستمبر (اے پي پي)  وفاقي آئينې عدالت وئېلي دي  په بهرتيو كښې د كارېدونكو شخړيزو اسنادو معامله  تر څو چې په سول كورټ كښې د اورېدنې لاندې وي  نو د پرېكړې نه وړاندې  د اړوند اسنادو  خلاف پوځداري يا محكمانه كاروائي نشي پېل كېدې ٬  داسې كاروائي د سول كورټ د پرېكرې نه بس د قانون تر مخه كېدې شي۔ په جسټس علي باقر نجفي  او جسټس سيد ارشد حسېن مشتمل   د وفاقي آئينې عدالت دوه كسيز  بنچ  دا امر د خېبر پښتونخوا د بنو ضلع كښې د عربۍ او تهيالوجي استاذانو د بهرتيو په اړه  په دائر دوو سول پټېشېنز  د اپيل په اجازه خپلې پرېكره كښې كړے ۔ عدالت  خپلې تفصيلي پرېكړه كښې  وئېلي دي  د شخړيزو دستاوېزاتو اصليت  د كومې هم ممكنه پوځدارۍ  يا محكمانه كاروائۍ په بنياد دے او چې د دې  معاملې پرېكړه  د سول كورټ په وړاندې په التوا كښې ده  نو ځكه  وړومبے سول كورټ   د دستاوېزات د اصليت  تعين  ته پرېږدئ ۔   د پرېكرې تر مخه  بنو كښې په كال 2010 كښې د عربۍ او تهيالوجي د استاذانو په خالي چوكۍ د بهرتيو په  معامله د وړاندې نه د پیښور هائي كورټ بنو بنچ  د پلټنو نه پس  ځېنې تقررۍ غېر قانوني ګرځولې وې ۔ بيا وروستو سپريم كورټ په 7 مارچ 2018  د بهرتيو د معاملې د سره  پېل كولو او د ټسېټ  او كاميابه اميدوارانو ٬ د چا اسناد چې حقيقي  وو  ته د تقررۍ وركولو سپارښتنه كړې وه۔

مزید خبریں