اسلام آبلا ۔ 3 ستمبر (اے پي پي) د ستمبر 1965 جنګ په درېمه ورځ لفټېننټ كرنل نصير الله بابر د حاضر دماغۍ په څرګندونې په يوه تمانچه د هند 30 عسكر بنديوان كړل ۔ د تفصيلات تر مخه جنګ روان ؤ او د پاكستان وسله وال پوځ د اولس سره د هندي يرغل رسا ځواب وركولو ۔ د هند وزيراعظم لال بهادر شاستري په خپل قام د پاك …
د ستمبر 1965 جنګ په درېمه ورځ لفتېننټ كرنل نصير الله بابر په حاضر دماغۍ او په يوه تمانچه 30 هندي عسكر بنيوان كړل

مزید خبریں
اسلام آبلا ۔ 3 ستمبر (اے پي پي) د ستمبر 1965 جنګ په درېمه ورځ لفټېننټ كرنل نصير الله بابر د حاضر دماغۍ په څرګندونې په يوه تمانچه د هند 30 عسكر بنديوان كړل ۔ د تفصيلات تر مخه جنګ روان ؤ او د پاكستان وسله وال پوځ د اولس سره د هندي يرغل رسا ځواب وركولو ۔ د هند وزيراعظم لال بهادر شاستري په خپل قام د پاك فضائيه د بريدونو يره ختمولو لپاره هڅې كولې چې پاك پوځ چهمب سېكټر كښې د هند 500 ځوانان جنګي بنديان كړل او د دښمن په 15 ټانكونو او نورې وسله يې قبضه وكړه۔ د پاك پوځ كمانډر انچيف جنرل محمد موسې د هند يو ژوبل پوځي په فيلډ روغتون كښې عيادت وكړو ٬ لفټېنېننټ كرنل نصير الله بابر په غېر دانسته توګه د كشمير په بهمبر سېكټر كښې د هند په پوزيشن خپله چورلكه كوزه كړه ٬ لفټېننټ كرنل نصير الله بابر د حاضر دماغۍ په څرګڼدونې كولو يوازې په يوه تمانچه د هند 30 عسكر په چل جڼګي بنديوان كړل۔ پاك فضائيه د هند 3 الوتكې رانسكورې كرې او يوه الوتكه په پسرور فيلډ فلائټ لفټېننټ حكيم الله راوغورځوله ٬ بله الوتكه Gnat E 1083 فلائټ آفيسر عباس مرزا په پسرور ايئر فيلډ راكوځولو كښې كامياب شو ٬ دغسې دريمه الوتكه د هند اسكوارډن ليډربرج پال سنګه الوځوله كوم چې جنګي بندي جوړ كړے شو ٬ دغې ځانګړې معركه كښې پك پوځ د هند جنګي الوتكو ته لوي زيان رسولے ؤ۔











