وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه٬ د كچھي كينال فيز ټو، پائيډ لېنډ، علامه اقبال ميموريل او د نورو پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د بېلو پرمختيائي منصوبو او د اولسي اهميت په چارو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د كچھي كينال فيز ټو په منصوبې تفصيلي غور وشو او د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اكنامكس (پائيډ) لپاره د زمكې په اغستو ، علامه اقبال ميموريل …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د بېلو پرمختيائي منصوبو او د اولسي اهميت په چارو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د كچھي كينال فيز ټو په منصوبې تفصيلي غور وشو او د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اكنامكس (پائيډ) لپاره د زمكې په اغستو ، علامه اقبال ميموريل او اقبال لائبريري منصوبې په چارو بحث وشو٬ په نننۍ غونډه كښې لورالائي او ژوب يو بل سره د پېوست كونكي 35 كلوميټره سړك جوړولو كښې د تاخير هم جاج واخستلے شو او د وزيراعظم د هدايات له مخې د منصوبې په وخت بشپړتيا لپاره په اقدامات هم غور وشو۔

مزید خبریں