برآمدات زياتول د پاكستان د معاشي استحكام او پرمختګ يوازنۍ او تل پاتې لاره ده، په پورونو اډانه استحكام اوږد مهاله نشي ګرځېدے۔ احسن اقبال

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي  پاكستان ته رامخې ته د معاشي چېلنجز مخنيوي او حقيقي معاشي بدلون لپاره برآمدات زياتول ضروري دي٬ په پور ترلاسه شوے معاشي استحكام اوږد مهاله نشي كېدے٬ حقيقي معاشي استحكام ھغه وخت ممكن دے كله چې ھغه په نورو پورونو اډانه نه وي٬ پاكستان له به تلپاتې اقتصادي ترقۍ لپاره خپل …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي  پاكستان ته رامخې ته د معاشي چېلنجز مخنيوي او حقيقي معاشي بدلون لپاره برآمدات زياتول ضروري دي٬ په پور ترلاسه شوے معاشي استحكام اوږد مهاله نشي كېدے٬ حقيقي معاشي استحكام ھغه وخت ممكن دے كله چې ھغه په نورو پورونو اډانه نه وي٬ پاكستان له به تلپاتې اقتصادي ترقۍ لپاره خپل برآمدات كښې زياتوالے او نړيوال ماركيټ كښې خپل مسابقتي صلاحيت ښه كول وي۔ دا خبره ده د آسيائي پرمختيائي بېنك سوئيلي٬ مېنځنۍ او لويديزي اسېاء لپاره نائب صدر ينګ منګ يانګ سره اسلام اباد كښې د ملاقات په مهال وكړه ۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د پاكستان په پرمختيائي اېجنډا٬ د “اړان پاكستان” له مخئ  په روانو اصلاحاتو او معاشي پرمختګ لپاره د اسيائي پرمختيائي بېنك مرستې پشمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د بېنك نائب صدر ينګ منګ يانګ وفاقي وزير احسن اقبال ته د سمتبر په 29 او 30مه نيټه د منګوليا په پايه تخت اولان باتور كښې په 25م  كيريك وزارتي كنفرنس  كښې د پاكستان قامي پلاوي د مشرۍ  رسمي بلنه هم وركړه كومه چې وفاقي وزير قبوله كړه۔

مزید خبریں