د داخله چارو وزير مملكت د اسلام آباد ماډل جيل دوره، د تعميراتي پيشرفت، د  امنيتي انتظامات معائنه

  اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په امر د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري د اسلام آباد ماډل جيل دوره وكړه او هلته  د تعميراتي پيشرفت، د  امنيتي انتظامات يې تفصيلي معائنه وكړه ۔ په دې موقع پوليس او د اړوند څانګو لوړو دوي ته د زندان د بېلو څانګو، انكلوژرز، د بيركس انتظامي دفترو او د كورټ رومز په …

 

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په امر د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري د اسلام آباد ماډل جيل دوره وكړه او هلته  د تعميراتي پيشرفت، د  امنيتي انتظامات يې تفصيلي معائنه وكړه ۔ په دې موقع پوليس او د اړوند څانګو لوړو دوي ته د زندان د بېلو څانګو، انكلوژرز، د بيركس انتظامي دفترو او د كورټ رومز په ړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وزير مملكت د زندان د مختلف بلاكس٬ جديد كېچن او د عدالت كوټې پشمول د بهر چارديوالې او د واچ ټاورز د انتظامات جاج واخست۔ ده اړوند چارواكو ته امر وكړو چې د فائنل فنشنګ په مهال دې بې غوري ونه كړې شي او ټول سهولتونه دې فعاله كړے شي۔

مزید خبریں