لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني په پاك افغان پوله د هند په سرپرستۍ كښې د فتنه الخوراج د دراندازۍ  هڅې په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد۔3ستمبر  (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني په پاك افغان پوله د هند په سرپرستۍ كښې د فتنه الخوراج د دراندازۍ د هڅې په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې لنډ مهاله صدر د كارروائۍ په مهال د فتنه الخوارج د 15 ترهګرو په وژلو د …

 

اسلام آباد۔3ستمبر  (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني په پاك افغان پوله د هند په سرپرستۍ كښې د فتنه الخوراج د دراندازۍ د هڅې په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې لنډ مهاله صدر د كارروائۍ په مهال د فتنه الخوارج د 15 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي پوهې او جرات ستائنه وكړه۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو ته به د خوږ هېواد امن، استحكام او د اولس خوشحالۍ په سفر كښې د خنډانو راولاړولو هېڅ چرې اجازه ورنه كړو۔ لنډ مهاله صدر ووئيل د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د سكيورټي فورسز او قانون نافذ كوٶنكو ادارو كارروائۍ روانې وي۔

مزید خبریں