پېنډۍ 03 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان ضلعې په پاك افغان پوله د دراندازۍ په هڅه د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهګر ووژل۔ د زيارت ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې په 31 اګست د شپې سكيورټي فورسز د شمالي وزيرستان ضلعې په پاك افغان پوله د دراندازۍ هڅه كوٶنكې د فتنه الخوارج د يو ډلې …
امنيتي ځواكونو فورسز په پاك افغان پوله د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهګر ووژل۔ ٓئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ 03 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان ضلعې په پاك افغان پوله د دراندازۍ په هڅه د هند ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهګر ووژل۔ د زيارت ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې په 31 اګست د شپې سكيورټي فورسز د شمالي وزيرستان ضلعې په پاك افغان پوله د دراندازۍ هڅه كوٶنكې د فتنه الخوارج د يو ډلې د تګ راتګ درك ولګولو۔ سكيورټي فورسز په وظيفائي پوهه او د صبر په څرګندونه كولو سره د هغوي په كاميابۍ مقابله وكړه ٬ تر 36 ساعتو د روانې كارروائۍ په مهال د هندي ملاتړ لرونكې د فتنه الخوارج 15 ترهګر ووژل شول او د كليئرنس او سينيټائزيشن آپريشن په مهال د وژلے شوو ترهګرو څخه وسله او ګوله بارود هم برامد شول۔ په پاك افغان پوله رامخئ ته شوې دا پېښه يو ځل بيا د پاكستان د ھغه مستقل موقف تائيد كوي چې د افغان طالبا حكومت د ترهګرو تنظيمونو د پولې پورې غاړه د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې كارولو په مخ نيوي كښې په بشپړه توګه ناكامه راغلے۔ افغان طالبان حكومت د موثره پولئيز انتظام په باوري كولو او خپلې نړيوالې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې مسلسل پاتې راغلے دے۔ د آئي ايس پي آر وېنا ده د پاكستان سكيورټي فورسز د هېواد د پولو د دفاع عزم لري او په سيمه كښې د هند په سرپرستي كښې د خوارجو خاتمې لپاره سينيټائزيشن آپريشن روان دے۔ د وفاقي ايپكس كميټي آف نيشنل ايكشن پلان منظورۍ څخه د عزمِ استحكام وژن له مخې سكيورټي فورسز او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا د ترهګرۍ مخنيوي جاري كمپائن به په بشپړ رفتار سره روان وي دغسې چې هېواد څخه په غېر ملكي سرپرستۍ او مرسته كښې د كېدونكې ترهګرۍ د لعنت خاتمه وكړې شي۔











