حکومت ځوانانو له جديد تعليم، هنر، روزګار او د کاروبار موقعو وركولو لپاره ټول ممکنه وسائل كاروي۔وزيراعظم  شهباز شريف

  اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ځوانان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه او د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے، حکومت ځوانانو له جديد تعليم، هنر، روزګار او د کاروبار موقعو وركولو لپاره ټول ممکنه وسائل كاروي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين …

 

اسلام آباد 03 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ځوانان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه او د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے، حکومت ځوانانو له جديد تعليم، هنر، روزګار او د کاروبار موقعو وركولو لپاره ټول ممکنه وسائل كاروي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں  سره خبرو كښې وكړه۔رانا مشهود احمد خان وزيراعظم له د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه په روانو اقدامات، منصوبو او د سباؤن په تګلارو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ځوانانو له جديد تعليم و تربيې او د مارکيټ ضروريات ترمخه هنر وركولو، ډيجيټل معيشت كښې د هغوي لپاره د نوو موقعو راپيدا کولو، روزګار او کاروبار موقعو زياتولو پشمول د وزيراعظم يوتھ پروګرام په بيلو منصوبو د پيش رفت جاج واخست۔ملاقات كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه د روان تعليمي، هنرمندۍ ، ډيجيټل او فلاحي پروګرامونو دائره کار لا پراخه كولو او د هغې په موثره و سپېځلي نفاذ هم خبرې وكړې۔وزيراعظم ووئيل ځوانان زمونږ تر ټولو قيمتي اثاثه او د پاکستان د روښانه سباؤن ضمانت دے، حکومت ځوانانو له جديد تعليم، هنر، روزګار او د کاروبار موقعو وركولو لپاره ټول ممکنه وسائل كاروي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمخه رواني منصوبې لا موثره، د نتيجې وړ او ځوانان د حقيقي ضرورتونو سره هم آهنګ كړئ دغسې د پام لرنې به منصوبو  عملدرآمد هم تند كړئ۔

 

مزید خبریں