اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئيلي دي ګډاني كښې د شپ بريکنګ انډسټري په جديد او ماحول دوسته شپ ري سائيکلنګ مرکز بدلولو لپاره د 12 اربه روپو په منصوبه عملي کار پيل شو۔ ده دا خبره ګډاني شپ بريکنګ اينډ ري سائيکلنګ انډسټري جديد کارۍ، اپ ګريډيشن او اړوندو آسانيو پرمختګ په اړه د سټيئرنګ کمېټۍ غونډې …
ګډاني به جديد او ماحول دوسته شپ ري سائيکلنګ مرکز جوړوو ۔د بحري چارو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئيلي دي ګډاني كښې د شپ بريکنګ انډسټري په جديد او ماحول دوسته شپ ري سائيکلنګ مرکز بدلولو لپاره د 12 اربه روپو په منصوبه عملي کار پيل شو۔ ده دا خبره ګډاني شپ بريکنګ اينډ ري سائيکلنګ انډسټري جديد کارۍ، اپ ګريډيشن او اړوندو آسانيو پرمختګ په اړه د سټيئرنګ کمېټۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ وفاقي وزير ته بريفنګ كښې ووئيل شول د منصوبې ترمخه په 30 كټونو د مشتمل روغتون، سکول، مزدور کالوني او سولر انرجي سهوليات وركړه پيل شوې۔وفاقي وزير ووئيل ګډاني د هېواد بحري معيشت او سټيل سکريپ مارکيټ كښې مهم كردار ترسره كوي،دغسې د روايتي شپ بريکنګ تګلاره محفوظ، جديد او ماحول دوسته شپ ري سائيکلنګ نظام باندې بدلول د وخت حاجت دے۔ده ووئيل په منصوبه كښې طبي عملې لپاره استوګنې، مزدور کالوني، پبلك پارك او نزدې 32 کلوميټره سړكونو جوړول شامل دي دغسې صنعتي او د خطري خزلې تلف كولو لپاره سهوليات، فائر اينډ ريسکيو سروسز او د اوبو وركولو او ټريټمنټ نظام به هم جوړولې شي۔











