اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي دانش يونيورسټۍ كښې به په معاشي توګه د كمزورو طبقو ځيركو زده كوٶنكو ته د نړيوال معيار تعليم باوري كولې شي، د دانش يونيورسټۍ په جوړولو كښې دې د دې خبرې خاص خيال وساتلے شي چې د دې نظام د روايتي يونيورسټو نه پرته او غوره وساتلے شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …
د دانش يونيورسټۍ جوړولو د منصوبې تفصيلات دې په دوو اوونيو كښې وړاندې كړې شي ۔ د وزيراعظم د جاج اغستو غونډه كښې امر

مزید خبریں
اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي دانش يونيورسټۍ كښې به په معاشي توګه د كمزورو طبقو ځيركو زده كوٶنكو ته د نړيوال معيار تعليم باوري كولې شي، د دانش يونيورسټۍ په جوړولو كښې دې د دې خبرې خاص خيال وساتلے شي چې د دې نظام د روايتي يونيورسټو نه پرته او غوره وساتلے شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د دانش يونيورسټۍ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه ٬ وزيراعظم امر وكړو چې د پوهنتون جوړول دې په ټاكلې مودې كښې باوري كړے شي او د منصوبې تفصيلات دې په دوو اوونيو كښې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د دانش پوهنتون جوړولو په شا مركزي محركات كښې وړومبے٬ د بې وځله او مېنځنۍ طبقې زده كوٶنكو ته د نړيوال معيار تعليم و وظيفائي تربيه وركول دي، د يونيورسټۍ په آٶټ ريچ پروګرام كښې بايد دې عنصر ته کليدي اهميت وركړے شي چې په معاشي توګه د كمزورې او مېنځنۍ طبقې ماشومانو ته په دې لړ كښې خبرتيا او رسنه باوري كړې شي۔ په غونډه كښې د دانش يونيورسټي بورډ لخوا د نړيوال معيار فيکلټۍ او د تعمير پلان او په پړاٶنو بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول دانش يونيورسټۍ كښې به د نړيوال معيار پوهنتونونو څخه ډګري هولډرز فيکلټۍ ته د تدريسي خدمات موقع وركولې شي كومې لپاره چې فيکلټۍ سره سره د امريكې نوموړي كالج خدمات ترلاسه كولو لپاره اقدامات په حتمي پړاٶ كښې دي۔ په غونډه كښې د فيکلټۍ تفصيلات او کالج سره سره د تدريسي نظام په اړه په اوسنيو خبرو اترو بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د يونيورسټۍ جوړول به په نړيواله كچه د رائج سټيټ آف دي آرټ کيمپس ډيزائن له مخئ وي كوم لپاره چې به بډنګ زر وكړے شي۔ غونډې ته د يونيورسټۍ مجوزه ډيزائن و پلان هم وښودلے شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق مسعود ملک، عطاء الله تارر، د وزير اعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں، د دانش يونيورسټي بورډ غړو او اړوند لوړ پورو ګډون كړې۔











