اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال سره د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټي (آئي ايچ آر اے) ممبرز وليدل، ملاقات كښې اسلام آباد كښې د هيلتھ کيئر ادارو رجسټريشن او د لائسنسنګ عمل بحالۍ او هغه لا مؤثره كولو په مهمو چارو غور وشو۔د روغتيا وزارت وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د آئي ايچ آر …
وفاقي وزيرسيد مصطفيٰ کمال سره د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټي ممبرز وليدل،د لائسنسنګ عمل په سمدستي توګه بيا پيل كولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال سره د اسلام آباد هيلتھ ريګوليټري اتھارټي (آئي ايچ آر اے) ممبرز وليدل، ملاقات كښې اسلام آباد كښې د هيلتھ کيئر ادارو رجسټريشن او د لائسنسنګ عمل بحالۍ او هغه لا مؤثره كولو په مهمو چارو غور وشو۔د روغتيا وزارت وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د آئي ايچ آر اے لائسنسنګ عمل په سمدستي توګه بيا پيل كولو سپارښتنه وشوه۔د ملاقات په مهال ووئيل شول د پخواني آئي ايچ آر اے بورډ د اړخه د لائسنسنګ عمل بند شوے ؤ،دغسې اسلام آباد كښې د لائسنس ترلاسه كولو نزدې 800 درخواستونه ترلاسه شوي۔د روغتيا وزير سپارښتنه وكړه چې د رجسټريشن بورډ ټولي قانوني تقاضې پوره كولو سره دې د لائسنس جاري کولو عمل پيل كړے شي او د صحت ادارو د رجسټريشن و لائسنسنګ ځنډېدونكې کيسز دې په تندۍ سره ترسره كړې شي۔د روغتيا وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې اسلام آباد كښې د صحت ادارو مؤثر نګراني، د صحت معيارِ ښه كول او وګړو له محفوظ طبي سهوليات وركولو لپاره دې ريګوليټري نظام لا مؤثر كړے شي۔











