د وزير مملکت بلال اظهر کياني په مشرۍ كښې د کيش ليس معيشت د جاج اغستو غونډه

  اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وزير مملکت بلال اظهر کياني په مشرۍ كښې د خزاني وزارت كښې غونډه كښې د وزيراعظم  د کيش ليس اقدام د سباؤن جاج اغستو په چمتو والي نيولو غور وشو۔په غونډه كښې د خزاني وزارت،د سټيټ بينك آف پاکستان (اېس بي پي)، نادرا، کيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے)، د آئي ټي و ټيلي مواصلات وزارت سينئر چارواكو او  د …

 

اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وزير مملکت بلال اظهر کياني په مشرۍ كښې د خزاني وزارت كښې غونډه كښې د وزيراعظم  د کيش ليس اقدام د سباؤن جاج اغستو په چمتو والي نيولو غور وشو۔په غونډه كښې د خزاني وزارت،د سټيټ بينك آف پاکستان (اېس بي پي)، نادرا، کيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے)، د آئي ټي و ټيلي مواصلات وزارت سينئر چارواكو او  د نجي څانګي سټيك هولډرز ګډون وكړو۔وزير مملکت د وزيراعظم کيش ليس اکانومي په وژن د پيشرفت جاج واخست او د  پاکستان ډيجيټل مالياتي بدلون عمل تندولو له ئې د ترجيحات تعين وكړو۔غونډي د تير كال په مهال  د کيش ليس اکانومي د پيشرفت جاج واخست او روان مالي كال لپاره ئې د قامي کيش ليس ډيش بورډ  د كلنې کارکردګۍ اهداف ترسره كړل۔دې سره سره نيغ په نيغه نګراني او د ډيټا  سپېځلتيا ښه كولو له د اقدامات جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې سټيټ اونډ انټرپرائزز او خپلواكه ادارو كښې سرکاري ادائيګۍ  د ډيجيټل كولو پيشرفت جاج هم واخستلے شو او ټولو  وينډر، ملازمانو او د پنشن ادائيګۍ ئې په بشپړه  توګه د  ډيجيټل كولو  د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں