كرغز-پاكستان شراكت داري لا مستحكمولو له د عزم پخلے،دواړو لارښودو د سيمه ايزې او نړيوالي تګلارې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه٬  د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان دورې شريكه اعلاميه

  بشكيك 02 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان صدر صادير ژاپاروف په بلنه په 2 ستمبر د كرغزستان سركاري دوره وكړه، د دورې په مهال  د كرغز جمهوريه صدر او وزيرِاعظم ترمينځه خبري اترې وشوې چی پكښې دواړو لارښودو د كرغز-پاكستان اړيكو د ټولو اړخونو سره سره د سيمه ايزي او نړيوالي تګلارې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر له مخې …

 

بشكيك 02 ستمبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان صدر صادير ژاپاروف په بلنه په 2 ستمبر د كرغزستان سركاري دوره وكړه، د دورې په مهال  د كرغز جمهوريه صدر او وزيرِاعظم ترمينځه خبري اترې وشوې چی پكښې دواړو لارښودو د كرغز-پاكستان اړيكو د ټولو اړخونو سره سره د سيمه ايزي او نړيوالي تګلارې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر له مخې د شورو په ورځ  جاري شوې شريكه اعلاميه كښې وئيلي شوي دي خبرې اترې د روايتي ملګرتيا او په ښه چاپيرچل كښې شوې كومې چې د كرغزستان او پاكستان ترمينځه د اعلیٰ پائې سياسي مفاهمت او د شريك اعتماد عكاسي كوي۔ دواړو لارښودو د شريك احترام، خپلواكۍ ، سيمه ايزې سلامتيا، كورنو چارو كښې د لاس وهنې نه كولو او د شريكې ګټې په اصولو اډانه دوه اړخيزه اړيكو كښې  په پرله پسې مثبت پيش رفت د اطمينان څرګندوني سره كرغز-پاكستان شراكت داري لا مستحكمولو  له د عزم پخلے وكړو۔ لارښودو ووئيل د پاكستان  وزيرِاعظم سركاري دوره د اعلیٰ پائې سياسي مكالمې منطقي تسلسل دے كوم چې د كرغز جمهوريه صدر صادير ژاپاروف د 3 نه تر 4 دسمبر 2025 د پاكستان سركاري دورې او  د صدر مملكت آصف علي زرداري د 6 نه تر 9 جولائي 2026 د كرغزستان سركاري دورې نه راروان دے۔دواړو لارښودو په ترسره شوو لوظنامو مستقل عملدرآمد د عزم پخلي كولو سره د معيشت څانګه د كرغزستان او پاكستان د شراكت دارۍ مهمه ستن وګرځوله٬ دوي ووئيل مونږ داروګان جوړول، زراعت، توان، كوچنۍ مشينري، سېلګري، ډيجيټل معيشت، ورچوئل اثاثې او په نورو څانګو كښې په مشتركه منصوبو عملدرآمد لپاره چمتو يو٬ ټرانسپورټ او په لاجسټكس خاص خبرې شوي دي٬  شريكي اعلاميې له مخې دوي ووئيل پاكستان بندرځايونه  د سوئيلي اسيا ماركيټونو او نړيوال تجارت لپاره د كرغزستان قدرتي لاره ده٬ دغسې كرغزستان مېنځنۍ اسياء او د يورو اسيا وژن تر ماركيټونو رسنې لپاره د پاكستان مهمه لاره ده۔ دوي ووئيل د توان په څانګه كښې مرسته به روانه ساتو۔  كاسا-1000منصوبه د سوئيلي اسياء زياتو شوو ضرورتونو ترسره كولو لپاره ډېره د اهميت وړ ده، د اولس په كچه رابطې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ مضبوط بنياد دے، دغسې د زرګونو په شمېر پاكستاني زده كوٶنكي د اړيكو لا مضبوطولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستۍ لپاره مضبوط بنياد اېښودے شوے دے۔  د اعلاميې له مخې وزيراعظم ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او د ھغه ډلې د كرغزستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي ټاكني لپاره په زړه پوري هڅي كړي، د كرغزستان صدر په مشرۍ كښې د هېواد د ډېرې ترقۍ څخه زيات متاثره شوي يو او كرغزستان  په زړه پوري  اقتصادي هدفونه سر كړي او دا ترقي د اولسي خدمت دائره پراخه كولو او د كمزورو طبقو لپاره د آسانيو وركولو د لارې د ژوند معيار بدلولو لپاره مقصد لرونكي ګامونه پورته كړي۔په دې مهال  وزيراعظم ووئيل پاكستان كرغزستان سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته ودې وركولو او د دوستۍ مضبوطولو خوښي لري كوم چې د قامونو ترمېنځه امن او د مرستې په اړه زمونږ مشتركه مقصد دے، په دې لړ كښې نن زمونږ ډېرې ګټورې خبرې شوي دي چې پكښې د تجارتي اړيكو ودې پلو پام ګرځولے شوے، د دې نه وروستو د دوه اړخيزه مرستې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي روابطو ودې لپاره په بېلا بېلو ايم او يوز لاسليك هم شوے۔د شريكې اعلاميې له مخې وزيراعظم ووئيل د كرغزستان صدر په مشرۍ كښې د هېواد د ډېرې ترقۍ څخه زيات متاثره شوې يو او كرغزستان  په زړه پورې اقتصادي هدفونه سر كړي او دا ترقي د اولسي خدمت دائره پراخه كولو او د كمزورو طبقو لپاره د سهولتونو وركولو د لارې د ژوند معيار بدلولو له بامقصده ګامونه دې۔ وزيراعظم ووئيل  پاكستان كرغزستان سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته ودې وركولو او د دوستۍ مضبوطولو خوښي لري كوم چې د قامونو ترمېنځه امن او د مرستې په اړه زمونږ مشتركه مقصد دے، په دې لړ كښې نن زمونږ ډېرې ګټورې خبرې شوي دي چې پكښې د تجارتي اړيكو ودې پلو پام ګرځولے شوے، د دې نه وروستو د دوه اړخيزه مرستې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي روابطو ودې لپاره په بېلا بېلو ايم او يوز لاسليك هم شوے۔شريكې اعلاميې له مخې وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت حجم يوازې 16 ملين ډالره دے كوم چې زمونږ د دوستۍ، ورورولۍ او مضبوطو اړيكو برابر نه دے، مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې په راتلونكي كال كښې دا دوه اړخيزه تاجرت د 16 ملين ډالرو نه 200 ملين ډالرو ته ورسولې شي، وزيراعظم ووئيل د پاكستان كاروباري او مالياتي ادارې د كرغزستان د كاروباري او مالياتي ادارو ذمه وارو سره د پراخه رابطو هركلے كوي دغسې چې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې شريك وژن مخ په وړاندې بوتللے شي٬ د پاكستان او كرغزستان حكومتونو او د نجي څانګې ترمېنځه به تجارتي اړيكو پراخه كوٶ٬ رابطه كاري سوئيلي او د مېنځنۍ آسياء ترمېنځه اقتصادي اړيكو لپاره زمونږ د وژن مركز دے۔ مونږ د راهدارۍ او تجارت د لوظنامو هركلے كوو چې ورسره به دوه اړخيزه تجارت وده ومومي،  د مزل آسانۍ به دې سره هم ښې شي او په سيمه ايزه كچه به رابطو لپاره نوې موقعې راپېدا شي۔ وزيراعظم د څلورو هېوادونو د راهدارۍ  په لوظنامه د عملدرآمد  د عزم پخلي كولو سره ووئيل ټرانسپورټ، كسټمز او انتظامي تګلاره اسانولو  ته اتفاق راغلے ٬ د توان په څانګه كښې مرسته زمونږ د شراكت داري مهمه ستن ده۔شريكې اعلاميې له مخې دواړو لارښودو اقتصادي شراكت داري يوي نوې مرحلې ته د منتقل كولو په حاجت زور راوړو چې مقصد ئې د شريك تجارت حجم زياتول ،  د سرمايه كارۍ مرسته كښې پراختيا،  د صنعتي مرستي وده، شريكې منصوبې جوړول او  د معيشت په ترجيحي څانګو كښې د شريكو ګټو په منصوبو عملدرآمد دے۔د شريكې اعلاميې له مخې وزيراعظم د كرغزستان لخوا د كاسا-1000منصوبې په بشپړتيا كښې په پيشرفت د كرغزستان صدر ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  زه په دې خبره خوشحاله شوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تعليم، سائنس و ټيكنالوجي، صحت، كلتور او د سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې وده موندې، مونږ د دوو زړو ښارونو اوش او لاهور ترمېنځه د سسټر سټي اړيكو جوړولو هركلے كوٶ، سلمان ټو، د لاهور قلعه او بادشاهي مسجد د ښه تاريخ او د كلتوري ورثې عكاسي كوي۔شريكې اعلاميې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل كرغزستان  په مېنځنۍ آسياء كښې د پاكستان مهم شراكت دار دے، د دواړو هېوادونو ترمېنجه د تجارت راهدارۍ لوظنامه خوشبينه پېشرفت دے، په لوظنامو او د مفاهمت په يادداښتونو لاسليك دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د نوي دور پېل دے٬ د تجارت موجوده دوه اړخيزه حجم په راتلونكو دوو كالو كښې د 16 ميلېن ډالرو نه تر 200 مېلين ډالرو  رسولو عزم لرو،  د كاسا 1000 منصوبې په وخت بشپړتيا ضروري ده٬ د ترهه ګرۍ٬ انتها خوښۍ او نورو عصري خطرو مخه نيولو لپاره به مرسته زياتوٶ٬ د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطې او شريكې اړيكې نوې كچې ته بوتللو لپاره د مشتركه عزم سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي، پاكستان سره د داروګانو جوړولو، زراعت، توان، د كوچنۍ مشينرۍ، سېلګرۍ، ډيجيټل معيشت، ورچوئل اثاثو او په نورو څانګو كښې په مشتركه منصوبو عملدرامد لپاره چمتو يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دواړو مشرانو د شورو په ورځ د پاكستان او كرغزستان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د لوظنامو د دستاويزات د تبادلې دستورې په موقع پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔اعلاميې له مخې وزيراعظم ووئيل په اقتصادي څانګه كښې مرسته زمونږ د خبرو محور ٶ٬ پاكستان كرغزستان سره د ورورولۍ اړيكو ته لا پراختيا وركول غواړي، مونږ په دې خبره  اتفاق كړے  چې اقتصادي شراكت داري لا عملي او د نتيجې وړ پړاٶ پلو بوتلل پكار ده، په دې لړ كښې به د عملي اقداماتو په جامع منصوبې عمل كولې شي چې مقصد ئې دوه اړخيزه تجارتي حجم پرله پسې تر 200 ملين ډالرو زياتول، تجارتي تګلاره ښه كول، د مشتركه سرمايه كارۍ منصوبو ته وده وركول، صنعتي  مرسته مضبوطول او نيغ په نېغه كاروباري روابط پراخه كول دي۔ لارښودو د كرغز جمهوريه كابينه او پاكستان حكومت ترمينځه ټرانزټ تجارت په لوظنامه د لاس ليك هركلې كولو سره زور راوړو چې دا تزويراتي دستاويز به  د سيمه ايز انضمام ودې ٬ د شريك تجارت حجم زياتولو او د لاجسټكس لارو ښه كولو سره نوې لارې پرانيزي۔ د شريكې اعلاميې له مخې د دورې په مهال وزیراعظم محمد شهباز د كرغزستان صدر صادر ژاپاروف سره بشكیك كښې د  آلا آرچا نیشنل پارك دوره وكړه۔ د صدر صادر ژاپاروف او وزیراعظم محمد شهباز شریف آلا آرچا نیشنل پارك ته په راتللو هركلے وشو او هغه ته د كرغزستان كلتور او روایات په اړه ووئيل شول۔د دورې په مهال وزیراعظم ته د كرغز كلتور او دې سره  د تړلو بيلو روایتی هلو ځلو،كلتوري ګډا او نورو روایتي فنون مظاهره وړاندې كړې شوه۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د كرغز اولس په ښه كلتوري روایات او پيړيو اډانه ورثه كښې خوښي ولرله۔وزیراعظم  د روایتي نېزه بازۍ ، د بازونو د لارې د ښكار كولو او نورو كلتوري  هلو ځلو مشاهده وكړه۔وزیراعظم د كرغزستان كلتوري روایات د يادوني وړ ګرځولو سره د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه  د تاریخي ، كلتوري او د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو په اهمیت زور راوړو۔د شريكې اعلامې له مخې د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته  د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك وشو۔په دې اړه د دستاويزات تبادلې دستوره د كرغزستان په صدارتي محل كښې وشوه۔ د جمهوريه كرغزستان صدر  صادرژاپاروف او وزيراعظم  محمد شهباز شريف په شريكه اعلاميه لاس ليك او  د دستاويز تبادله وكړه ۔د كومو لوظنامو او ايم او يوز تبادله چې شوې په هغې كښې د  انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد (آئي ايس ايس آئي) او جمهوريه كرغزستان  د نېشنل انسټي ټيوټ فار سټريټجك انيشي ايټو  ترمينځه د مفاهمت يادداښت دستاويز،  د پاكستان خارجه وزارت او كرغزستان خارجه وزارت ترمينځه  27 ۔  2026 لپاره د مرستي پروګرام ،   د پاكستان حكومت او  كرغزستان وزيرانو كابينې ترمينځه  د ټرانزټ ټريډ په اړه  لوظ نامه،    د كرغزستان او پاكستان حكومت ترمينځه د بنديوانو د سپارلو،د  پاكستان حكومت او كرغزستان ترمينځه د سائنس او تكنيكې مرستې لوظنامه  ،  د پاكستان او كرغزستان ترمينځه فوجداري معاملات كښې  د قانوني معاونت لوظ نامې مسوده  ، د كرغزستان داخله وزارت  او پاكستان داخله وزارت ترمينځه د نشه ائ توكو د مخنيوي، نشه  لرونكو څيزونو او د پريكرسر كيميكلز وغيره  قاچاق مخنيوي كښې مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ،  د  كرغزستان د روغتيا وزارت او د پاكستان ميډيكل اينډ ډينټل كونسل ترمينځه طبي تعليم لپاره د مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت ،د كرغزستان د تعليم وزارت او پاكستان د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزارت ترمينځه د تعليم په څانګه كښې د مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت ،   د كرغزستان قدرتي وسائل ، ماحوليات او تكنيكي نګرانۍ وزارت او د پاكستان د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه كارۍ وزارت ترمينځه د ماحوليات او موسمياتي بدلون په څانګه كښې مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د اين ډي يو  پاكستان او نېشنل انسټي ټيوټ فار سټريټجك انيشي ايټوز  كرغزستان ترمينځه  د اكيډمك ريسرچ او مرستي هلو ځلو په څانګه كښې د مفاهمت يادداښت ،  د كرغزستان صدر تر سېوري لاندې  د ورچوئل ايسټس قومي ايجنسي او بلاك چين ټيكنالوجيز او پاكستان ورچوئل ايسيټس ريګوليټري اتھارټي ترمينځه  د ورچوئل  اثاثو په څانګه كښې د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، لاهور او  د كرغزستان اوش ښار ترمينځه  د سسټر سټي اړيكو جوړولو لوظ نامه،  او  د جے اېس سي كرغز پوسټ او پاكستان پوسټ ترمينځه پوسټل سروسز او د اي كامرس په څانګه كښې د شريكې مرستي په اړه دوه اړخيزه لوظ نامه او د كرغزستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او فيډريشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه د مرستي د لوظ نامې د دستاويزات تبادله وشوه۔ د كرغزستان صدر ملګرو ملتونو كښې د كرغزستان په مرسته كولو د پاكستان مننه وكړه۔ده د 2025۔2026  په مهال د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غير مستقل غړي په حيث د پاكستان نړيوال امن او سلامتيا لپاره خدمات هم وستائيل۔د اعلاميې له مخې وزيراعظم كرغزستان له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل كال 28-2027 لپاره د غېر مستقل غړي په ټاكلے كېدو او  د شنګھائي مرستې تنظيم  په كامياب چيئرمين شپ هم مباركي وركړه ۔ وزيراعظم ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او د ھغه ډلې د كرغزستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غېر مستقل غړي انتخاب لپاره ډېرې هلي ځلي كړي، د كرغزستان صدر په مشرۍ كښې د هېواد د ډېرې ترقۍ څخه زيات متاثره شوې يو او كرغزستان  په زړه پوري لرونكې اقتصادي هدفونه سر كړي او دا ترقي د اولسي خدمت دائره پراخه كولو او د كمزورو طبقو لپاره د سهولتونه وركولو د لارې د ژوند معيار بدلولو لپاره بامقصده ګامونه دي۔د اعلاميې له مخې د كرغزستان صدرصادرژاپاروف ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ھغه د پلاوي په كرغزستان كښې هركلے كوم٬ زما د  پاكستان دورې نه وروستو سږ كال  صدر آصف علي زرداري هم په جولائي كښې د كرغزستان دوره كړې وه٬په لنډه موده كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطې د مضبوط  باور او د دواړو هېوادونو اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره د مشتركه عزم عكاس دي٬ پاكستان سره مونږ د ورورولۍ اړيكي لرو ٬ پاكستان سره دوه اړخيزه مرسته زياتول غٶاړو۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې رابطو ته به لا وده وركوٶ٬ پاكستان سره اړيكې نوې لوړې كچې ته رسول غواړو۔  وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان اولس، صدر صادير ژاپاروف او د حكومت د پاكستاني پلاوي لپاره په ميلمستيا او سركاري دوره د اعلیٰ پائې په انتظامات مننه وكړه او د كرغزستان صدر له ئې د خپل سهولت له مخې د  پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔د  كرغزستان صدر بلنه قبوله كړه،د دورې نيټه به د سفارتي ذريعو څخه په شريك مشاورت ټاكلې شي۔

مزید خبریں