د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب د اے ډي بي نائب صدر سره ملاقات٬اصلاحات٬ايس ايم ايز لپاره  په مالياتي آسانيو او په برآمدات اډانه پرمختګ د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د آسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي)سوئېلي٬مينځنۍ او لويديزې آسيا لپاره نائب صدر ينګ منګ يانګ سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د پاكستان او اے ډي بي ترمينځه  د مرستې٬ساختي اصلاحات٬سرمايه كارۍ ٬ د نجي څانګې پرمختګ او تر مالياتي آسانيو  د رسنې پشمول  د بيلو چارو په اړه د …

 

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب سره د آسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي)سوئېلي٬مينځنۍ او لويديزې آسيا لپاره نائب صدر ينګ منګ يانګ سره د خپل پلاوي ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د پاكستان او اے ډي بي ترمينځه  د مرستې٬ساختي اصلاحات٬سرمايه كارۍ ٬ د نجي څانګې پرمختګ او تر مالياتي آسانيو  د رسنې پشمول  د بيلو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ينګ منګ يانګ پاكستان كښې  معاشي استحكام پلو په پېشرفت د خزانې وزير او حكومت ته مباركي وركړه  او مالياتي نظم و نسق٬بهرنۍ كهاتې او مجموعي معاشي استحكام كښې د شوي ښه والې يې ستائېنه وكړه ۔ده د پاكستان خپلواكۍ كريډټ ريټنګ كښې  د مثبت پېشرفت هم ستائنې كولو سره دا پرله پسې د اصلاحات او  د معاشي بنيادونو د ښه والي ثبوت وګرځولو۔د شورو په ورځ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب د پاكستان سره اے ډي بي د پخوانۍ شراكتدارۍ او د حكومت اصلاحاتي ايجنډې لپاره  د پرله پسې  مرستې ستائېنه وكړه ۔ده ووئيل د تل پاتي معاشي پرمختګ بنياد لپاره د هېواد وسائل متحرك كولو٬پبلك فنانس٬توان٬انشورنش٬پنشن او نورو مهمو څانګو كښې اصلاحات  ته اداره جاتي شكل وركول ضرورې دې۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئېل د حكومت پام اوس معاشي استحكام څخه پائيدار او جامع اقتصادي پرمختګ پلو منتقل كيږي چې پكښې د سرمايه كارۍ٬برآمدات٬روزګار موقعې راپېدا كول او د نجي څانګې شموليت ته خاص پام كولې شي۔په ملاقات كښې د انشورنش څانګه كښې د بدلون پروګرام٬د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اقدامات٬د منصوبو په جوړولو او په دې موثر عملدرآمد له د استعداد ښه والي  هم جاج واخستلے شو ۔ينګ منګ يانګ د پاكستان پرمختيائي ترجيحات لپاره د اے ډي بي د عزم پخلې كولو سره ووئېل د بينك ترجيحات او د پاكستان حكومت اصلاحاتي تګلاره كښې قوي هم غږي موجود ده۔هغه  د شخصي څانګې پرمختګ٬ د ايس ايم اي ويليو چين فنانسنګ  او نورو څانګو كښې  مرستې لپاره خوښي ښكاره كړه۔د اے ډي بي نائب صدر تل پاتي اقتصادي پرمختګ پلو د پاكستان منتقلۍ په مهال د مالياتي احتياط په ځاې ساتلو  اهميت زور راوړو۔په ملاقات كښې د پنشن اصلاحات او اداره جاتي  د كار استعداد زياتولو په چارو  هم بحث وشو۔د خزانې وزير په دې څانګو كښې د اے ډي بي پرله پسې تكنيكي مرسته وستائېله۔ډلو په روانه او د سباون په پالېسۍ د اډانه آپريشنز هم جاج واغست او دا امر يې تسليم كړو چې دا پروګرام مهم ساختي اصلاحات  د اوږدې مودې معاشي بدلون  كښې مرستياله ثابتيږي۔په ملاقات كښې د اے ډي بي پلاوي په غړو كښې ډپټي ډائرېكټر جنرل يونګ يے٬ د نائب صدر سينئر صلاحكار يانګ لو٬كنټري ډائرېكټر ايما فين٬ډپټي كنټري ډائرېكټر حسين حېدر٬پرنسپل كنټري سپيشلسټ ميا شوكت شفيع٬كنټري پروكرام آفيسر خيام عباسي٬سينئر اكانومسټ ثنا مسعود٬سينئر پروجيكټ آفيسر فرازنه نوشاب٬سينئر پبلك سيكټر سپيشلسټ بابر وسيم او كنتري آپريشنز هيډ اميلا سالګادو پشمول نور چارواكي موجود وو ۔دغسې د خزانې سېكرټري امداد الله بوسال٬د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري همايون كريم٬منيلا كښې د اے ډي بي هيډكوارټرز ايګزيكټو ډائرېكټر او د خزانې وزارت سينئر چارواكي هم وو۔

مزید خبریں