اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)پاكستان يونيسكو ته د خېبرپښتونخوا تاريخي ځائے راني ګهاټ او د سندھ لرغونې بهنبهور سيمه د يونيسكو نړيوالې كلتور ورثې په مستقل فهرست كښې شاملولو لپاره د مرستې او معاونت خواست كړے دے۔د شورو په ورځ قامي ورثه و كلتور ډويژن لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې دا خواست په پاكستان كښې د يونيسكو استازي فواد پاشايف او د قامي ورثه او …
د پاكستان دوه مهم لرغونې ورثې لرونكې ځايونه د يونيسكو په مستقل فهرست كښې شاملولو لپاره د مرستې خواست

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)پاكستان يونيسكو ته د خېبرپښتونخوا تاريخي ځائے راني ګهاټ او د سندھ لرغونې بهنبهور سيمه د يونيسكو نړيوالې كلتور ورثې په مستقل فهرست كښې شاملولو لپاره د مرستې او معاونت خواست كړے دے۔د شورو په ورځ قامي ورثه و كلتور ډويژن لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې دا خواست په پاكستان كښې د يونيسكو استازي فواد پاشايف او د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي ترمينځه د ملاقات په مهال شوے۔ملاقات كښې وئېلي شوي چې د يونيسكو د نړيوالې كلتور ورثې مركز عارضي فهرست كښې د پاكستان 37 ځايونه شامل دي چې پكښې د لرغوني آثارو لرونكې سيمه راني ګهاټ او بهنبهور هم شاملې دي۔د ملاقات په مهال ووئېل شول چې د نړيوال كلتور ورثې كمېټۍ د يو پلاوې د 6 نه تر 11 ستمبر 2026 په مهال د بهنبهور دوره متوقع ده او د قامي ورثه او كلتور وفاقي سېكرټري اسد رحمان ګيلاني له هم پلاوي كښې د ګډون بلنه وركړی شوې۔وفاقي وزير د پاكستان تاريخي او كلتوري ورثه په نړيواله كچه رامخې ته كولو٬ د ورثې ځايونو د نومولو عمل مخ په وړاندې بوتللو او تحفظ لپاره يونيسكو څخه خاص مرسته غوښتې ده ۔ده ووئيل په هېواد كښې ګڼ شمېر مهمو زړو او كلتوري ځايونو ته د زيات پام٬تكنيكي او نړيوالې مرستې ضرورت دے۔د يونيسكو استازي فوائد پاشايف وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي ته باور وركړو چې يونيسكو به پاكستان ته هر ممكن مرسته وركوي او پاكستان كښې د يونيسكو دفتر به د ورثې تحفظ او د دې چارې پخپل ترجيحات كښې شاملوي۔ده ووئيل يونيسكو به د پاكستان تاريخي او كلتوري ورثې تحفظ لپاره مرسته روانه ساتي۔











