اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي د امريكې او ايران ترمېنځه په روانه شخړه مونږ اندېښنه لرو٬ تاٶ تريخوالے د چا په ګټه كښې نه دے٬ مونږ مايوسه نه يو٬ خپلې رابطې مو روانې ساتلې دي۔ د شورو په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال د امريکې او ايران ترمېنځه د روانې شخړې او د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت په اړه د يوې پوښتنې په …
د امريكې او ايران ترمېنځه په روانه شخړه مونږ اندېښنه لرو٬ تاٶ تريخوالے د چا په ګټه كښې نه دے٬ مونږ مايوسه نه يو٬ خپلې رابطې مو روانې ساتلې دي۔ پاكستان

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي د امريكې او ايران ترمېنځه په روانه شخړه مونږ اندېښنه لرو٬ تاٶ تريخوالے د چا په ګټه كښې نه دے٬ مونږ مايوسه نه يو٬ خپلې رابطې مو روانې ساتلې دي۔ د شورو په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال د امريکې او ايران ترمېنځه د روانې شخړې او د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ووئيل پاکستان په صورتحال ژور نظر ساتلے دے٬ مونږ اندېښنه لرو٬ تاٶ تريخوالے د چا په ګټه كښې نه دے٬ مونږ مايوسه نه يو٬ خپلې رابطې مو روانې ساتلې دي۔ وياند ووئيل په تاٶ تريخوالي كښې زياتوالے د ثالثۍ د عمل ناكامي ګرځول پكار نه ده ځكه چې د پاکستان امن عمل سره په ښه سنجيدګۍ خپله رابطه برقرار ساتلې ده۔ وياند ووئيل د ايراني صدر سره د ملاقات نه وروستو وزيراعظم شهباز شريف واضحه كړې ده چې د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت ډلې خبرو اترو ته كیښنولو او د خبرو سره په تکنيکي كچه خبرو لپاره يو فرېم ورك رامخې ته كوي دغسې چې د تعطل اوږد مهاله او تل پاتې حل ولټولے شي۔











