اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم مشري سنبهال كړه، راتلونكې كال كښې به د اېس سي او د كونسل آف هيډز اف سټېټ د غونډې كوربتوب كوي۔ د شورو په ورځ پرېس بريفنګ ته خپلې وېنا كښې طاهر حسين اندرابي په سفارتي هلو ځلو رنا اچولو سره ووئيل پاکستان په سفارتي ډګر په فعاله …
پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم مشري سنبهال كړه، راتلونكې كال كښې به د اېس سي او د كونسل آف هيډز اف سټېټ د غونډې كوربتوب كوي۔ د طاهر حسين اندرابي پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم مشري سنبهال كړه، راتلونكې كال كښې به د اېس سي او د كونسل آف هيډز اف سټېټ د غونډې كوربتوب كوي۔ د شورو په ورځ پرېس بريفنګ ته خپلې وېنا كښې طاهر حسين اندرابي په سفارتي هلو ځلو رنا اچولو سره ووئيل پاکستان په سفارتي ډګر په فعاله توګه مصروف دے او د لوړې كچې دوه اړخيزه٬ سيمه ايز او د ګڼ اړخيزه رابطو يوه سلسله روانه ده چې مقصد ېې د پاکستان د خارجه پاليسۍ ترجيحات مخ په وړاندې بوتلل او مهمو شراكتدارو سره اړيكې لا قوي كول دي۔ وياند د وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره د کرغزستان د كړې سركاري دورې حواله وركړه چرته چې وزيراعظم مهم بيانونه وركړي او د دې نه علاوه نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار هم د نړيوالو مشرانو په غونده كښې په سائيډ لائنز يو شمېر ملاقاتونه كړي۔ وياند ووئيل پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم مشري سنبهال كړه، راتلونكې كال كښې به د اېس سي او د كونسل آف هيډز اف سټېټ د غونډې كوربتوب كوي۔











