د دريو واړو وسله والو ځواكونو ترمېنځه لا مؤثره انضمام، د حالاتو له مخې  د خپل ځان   سمولو صلاحيت او د زمكيزو او معلوماتي څانګو موثريت ضروري دے۔ ايډمرل نويد اشرف

  پېنډۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف وئيلي دي په امنيتي ماحول كښې غير متزلزل چمتوالے ، د دريو واړو وسله والو ځواكونو ترمېنځه لا مؤثره انضمام، د حالاتو له مخې خپل ځان  د سمولو صلاحيت او  د زمكيزو او د معلوماتي څانګو موثريت ضروري دے۔ د شورو په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پاكستان …

 

پېنډۍ 02 ستمبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف وئيلي دي په امنيتي ماحول كښې غير متزلزل چمتوالے ، د دريو واړو وسله والو ځواكونو ترمېنځه لا مؤثره انضمام، د حالاتو له مخې خپل ځان  د سمولو صلاحيت او  د زمكيزو او د معلوماتي څانګو موثريت ضروري دے۔ د شورو په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پاكستان نيوي په كراچۍ كښې ميجر ميري ټائم ايكسرسائز سي سپارك-2026 پېل شوے  چې پكښې پاك بحريه د خپل جنګي چمتوالي  او د آپريشنل صلاحيت بشپړه څرګندونه وكړه ۔ چيف آف دي نيول اسټاف ايډمرل نويد اشرف د مشق د پرانستې بريفنګ مشري وكړه  او د پاك پوځ د بېلو څانګو سينئر افسران هم د دوي سره وو٬ د مشق په مهال  پاكستان نيوي  د روايتي او رامخې ته شوو بحري خطرو خلاف د جنګي چمتوالي د سخت جانچ عمل څخه تېرولې شي٬ په مشق كښې سمندري بېړيو ، آبدوز، الوتكو، د پائلټ نه غېر نظام، ميرينز، د سپيشل فورسز پشمول د پاك پوځ او پاك فضائيه مشتركه وسائل مربوط كړې شوي دي۔ د دې نه وړاندې چيف آف دي نيول سټاف د پاك بحريه فليټ يونټس دوره وكړه او د جاري آپريشنز ئې جاج واخست٬ افسرانو او ځوانانو ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په امنيتي ماحول كښې غير متزلزل چمتوالے نيول ، د دريو واړو وسله والو ځواكونو ترمېنځه لا مؤثره انضمام، د حالاتو له مخې  د خپل ځان سمولو صلاحيت او د  زمكيزو او د معلوماتي څانګو موثريت ضروري دے٬ د مشق سي اسپارك-2026 مقصد د ملټي ډومين آپريشنز مشق كول دي چې پكښې سمندري، فضائي، زمكيز، سائبر او د خلائي  مرستې صلاحيتونه كوټلې كېږي٬ دې سره سره انفارميشن انوائرنمنټ كښې آپريشنز پلو هم پام ګرځولے كېږي دغسې چې په سمندر كښې جاري فعاله كارروائيو سره همكاري برقراره ساتلو سره د معلوماتي جنګ په مېدان كښې پرېكنده بريا ترلاسه كړې شي۔

مزید خبریں