اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د پاكستان او ازبكستان ترمېنځه د توان په څانګه كښې مرستې ته د پراختيا وركولو پراخه امكانات شته ٬ په خاص توګه د بجلۍ شريك ترسيل، د تجديد وړ توان، پن بجلي، د توان بنيادي ډھانچه او د سرمايه كاري په څانګو كښې مرسته زياتېدې شي۔ د شورو په ورځ د …
پاكستان او ازبكستان د توان په څانګه كښې مرستې ته د پراختيا وركولو پراخه امكانات لري۔ سردار اويس احمد خان لغاري

مزید خبریں
اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د پاكستان او ازبكستان ترمېنځه د توان په څانګه كښې مرستې ته د پراختيا وركولو پراخه امكانات شته ٬ په خاص توګه د بجلۍ شريك ترسيل، د تجديد وړ توان، پن بجلي، د توان بنيادي ډھانچه او د سرمايه كاري په څانګو كښې مرسته زياتېدې شي۔ د شورو په ورځ د ازبكستان 35مې آزادۍ ورځ په موقع د هر كلي دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د توان په څانګه كښې مضبوطه مرسته د دواړو هېوادونو پراخه اقتصادي شراكت دارۍ او سيمه ايزو روابطو ته په ودې وركولو كښې مهم كردار لوبولے شي۔ سردار اويس احمد خان لغاري ازبك صدر شوكت مرزيايوف، حكومت او اولس له د آزادۍ ورځ په موقع مباركي وركولو سره پرله پسې امن، استحكام، خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده ووئيل شريك احترام، تاريخي و كلتوري اقدارو او د مشتركه مفاداتو بنياد د دواړو هېوادونو اړيكې په مضبوطې همكارۍ بدلې كړې دي او د تجارت، سرمايه كارۍ، توان، سيمه ايزو روابطو، تعليم، سائنس و ټيكنالوجي او د كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې مرسته پرله پسې زياتېږي۔











