د خزاني وزير محمد اورنګزيب د ډوئچے بينك چيف ايګزيکټو سره ملاقات، په اداره جاتي رابطو لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د ډوئچے بينك مينځني ختيز او د افريقې سيمې چيف ايګزيکټو جمال الکيشي سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د ډوئچے بينك د پاكستان کنټري منيجر علي حيدر زيدي هم موجود ؤ ۔د ملاقات په مهال د پاکستان په معاشي منظرنامه ،  د سرمايه کارۍ په موقعو او د ډوئچے بينك د اړخه د پاکستان سره …

 

اسلام آباد 02 ستمبر  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د ډوئچے بينك مينځني ختيز او د افريقې سيمې چيف ايګزيکټو جمال الکيشي سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د ډوئچے بينك د پاكستان کنټري منيجر علي حيدر زيدي هم موجود ؤ ۔د ملاقات په مهال د پاکستان په معاشي منظرنامه ،  د سرمايه کارۍ په موقعو او د ډوئچے بينك د اړخه د پاکستان سره د ژوري مرستي په امکانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزاني وزير هغه د  پاکستان اوسني معاشي پيش رفت او ساختي اصلاحات له  اداره جاتي شکل وركولو او په  برآمدات اډانه كوټلي معاشي پرمختګ لاره سمولو لپاره د حکومت د هڅو نه خبر كړو۔ده مالياتي صورتحال، بهرنۍ کھاتې او مجموعي معاشي استحکام كښې ښه والې رامخې ته كولو سره ووئيل نړيوال ريټنګ ايجنسيو او شراکت دارو د اړخه مثبت توثيق هم مهم پيش رفت دے۔ ده ووئيل د پاکستان کريډټ پروفائل كښې ښه والے يوه لويه كاميابي ده او حکومت نړيوالو منډيانو كښې د هېواد پوزيشن لا مستحکمولو له لوظي دے۔جمال الکيشي په تيرو دوو كلونو كښې د پاکستان ترلاسه كړے معاشي پيش رفت، په خاص توګه مالياتي استحکام،  د ادائيګيو توازن، برآمدات او   ترسيلاتِ زر كښې په ښه والي د خزاني وزير او د هغه ډلي له مباركي وركړه۔هغه پيشرفت ستائېلو سره دا باور څرګند كړو چې دا اقدامات به د پاکستان تل پاتي او قوي معاشي پرمختګ لپاره كوټلے بنياد وركوي۔

مزید خبریں