د كاناډا سفير د سيالكوټ چېمبر دوره ٬  دوه اړخيزه تجارتي روابط مضبوطولو  او د شرېكې مرستې  په نوو موقعو لټولو غور

  سيالكوټ ۔ 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان كښې د كاناډا سفير طارق علي خان   د خپل پلاوي سره د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټرېز دوره وكړه چرته چې  د چېمبر صدر سيد احتشام مظهر ګېلاني ٬ سينئر نائب صدر ميا مراد  ارشد  او نائب صدر سلېمان شيخ د هغه تود هر كلے وكړو۔  خپل خطاب كښې سفير  د سيالكوټ د صنعتي ترقۍ كښې د اعلې معيار د …

 

سيالكوټ ۔ 02 ستمبر (اے پي پي) پاكستان كښې د كاناډا سفير طارق علي خان   د خپل پلاوي سره د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټرېز دوره وكړه چرته چې  د چېمبر صدر سيد احتشام مظهر ګېلاني ٬ سينئر نائب صدر ميا مراد  ارشد  او نائب صدر سلېمان شيخ د هغه تود هر كلے وكړو۔  خپل خطاب كښې سفير  د سيالكوټ د صنعتي ترقۍ كښې د اعلې معيار د څيزونو او نړيوال پرآمدات كښې د مقامي سوداګرو د كردار ستائنه وكړه ۔  هغه د پاكستان او كاناډا تر مينځه  دوه اړخيزه تجارتي روابط  لا مضبوطولو  او د شرېكې مرستې په نوو موقعو لټولو زور راوړو ۔  په دې مهال د سوداګرې ورورولۍ نور نامتو شخصيات هم موجود وو٬ دغسې د چېمبر عهدېدارو   د سيالكوټ برآمدي څيزونو  په خاص توګه د لوبو سامان ٬ د جراحې آلات او د پوستكي د سامان د پېداوار  او په نړيوالو منډيانو كښې د دغې د غوښتنې نه سفير خبر كړو۔

مزید خبریں