د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك

  بشكيك 02 ستمبر  (اے پي پي) د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته  د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك وشو۔په دې اړه د دستاويزات تبادلې دستوره د شورو په ورځ  د كرغزستان په صدارتي محل كښې وشوه۔په دې موقع  وزيراعظم  محمد شهباز شريف او د جمهوريه كرغزستان صدر  صادر ژاپاروف هم موجود وو۔د …

 

بشكيك 02 ستمبر  (اے پي پي) د پاكستان او كرغزستان ترمينځه د تعليم، روغتيا ، تجارت،ماحولياتي بدلون،سائنس و ټيكنالوجي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته  د ودې وركولو په لوظنامو،د مفاهمت په يادداښتونو لاس ليك وشو۔په دې اړه د دستاويزات تبادلې دستوره د شورو په ورځ  د كرغزستان په صدارتي محل كښې وشوه۔په دې موقع  وزيراعظم  محمد شهباز شريف او د جمهوريه كرغزستان صدر  صادر ژاپاروف هم موجود وو۔د جمهوريه كرغزستان صدر  صادرژاپاروف او وزيراعظم  محمد شهباز شريف په شريكه اعلاميه لاس ليك او  د دستاويز تبادله وكړه۔د كومو لوظنامو او ايم او يوز تبادله چې شوې په هغې كښې د  انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد (آئي ايس ايس آئي) او جمهوريه كرغزستان  د نېشنل انسټي ټيوټ فار سټريټجك انيشي ايټو  ترمينځه د مفاهمت يادداښت دستاويز،  د پاكستان خارجه وزارت او كرغزستان خارجه وزارت ترمينځه  27 ۔  2026 لپاره د مرستي پروګرام ،   د پاكستان حكومت او  كرغزستان وزيرانو كابينې ترمينځه  د ټرانزټ ټريډ په اړه  لوظ نامه،    د كرغزستان او پاكستان حكومت ترمينځه د بنديوانو د سپارلو،د  پاكستان حكومت او كرغزستان ترمينځه د سائنس او تكنيكې مرستې لوظنامه  ،  د پاكستان او كرغزستان ترمينځه فوجداري معاملات كښې  د قانوني معاونت لوظ نامې مسوده  ، د كرغزستان داخله وزارت  او پاكستان داخله وزارت ترمينځه د نشه ائ توكو د مخنيوي، نشه  لرونكو څيزونو او د پريكرسر كيميكلز وغيره  قاچاق مخنيوي كښې مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ،  د  كرغزستان د روغتيا وزارت او د پاكستان ميډيكل اينډ ډينټل كونسل ترمينځه طبي تعليم لپاره د مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت ،د كرغزستان د تعليم وزارت او پاكستان د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزارت ترمينځه د تعليم په څانګه كښې د مرستي په اړه د مفاهمت يادداښت ،   د كرغزستان قدرتي وسائل ، ماحوليات او تكنيكي نګرانۍ وزارت او د پاكستان د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه كارۍ وزارت ترمينځه د ماحوليات او موسمياتي بدلون په څانګه كښې مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، د اين ډي يو  پاكستان او نېشنل انسټي ټيوټ فار سټريټجك انيشي ايټوز  كرغزستان ترمينځه  د اكيډمك ريسرچ او مرستي هلو ځلو په څانګه كښې د مفاهمت يادداښت ،  د كرغزستان صدر تر سېوري لاندې  د ورچوئل ايسټس قومي ايجنسي او بلاك چين ټيكنالوجيز او پاكستان ورچوئل ايسيټس ريګوليټري اتھارټي ترمينځه  د ورچوئل  اثاثو په څانګه كښې د مرستي لپاره د مفاهمت يادداښت ، لاهور او  د كرغزستان اوش ښار ترمينځه  د سسټر سټي اړيكو جوړولو لوظ نامه،  او  د جے اېس سي كرغز پوسټ او پاكستان پوسټ ترمينځه پوسټل سروسز او د اي كامرس په څانګه كښې د شريكې مرستي په اړه دوه اړخيزه لوظ نامه او د كرغزستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري او فيډريشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه د مرستي د لوظ نامې د دستاويزات تبادله وشوه۔د پاكستان د اړخه نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار،د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ،د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ،د تجارت وفاقي  وزير جام كمال خان  او وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي دغسې د كرغزستان د اړخه اړوندو وزيرانو د  دستاويزات تبادله وكړه۔

مزید خبریں