وزيراعظم بشكيك كښې د آتا ېيئت مېموريل كمپلېكس دوره وكړه ٬  د نوموړي اديب چنګېز ايتماتوف په قبر يې د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه يې ولوسته

  بشكيك ۔ 2 ستمبر (اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان په پايه تخت بشكيك كښې د آتا ېيئت مېموريل كمپلېكس دوره وكړه ۔ د شورو په ورځ  آتابيئت ته په راتللو د وزيراعظم هر كلے د كرغستان اول نائب وزيراعظم دانيار امان ګېلېيئيف  او د كلتور ٬ اطلاعات او د ځوانانو چارو وزير    ميرېېك مامبيتائيف وكړو۔  وزيراعظم د نوموړي  اديب   چنګېز ايتماتوف په قبر د ګلونو …

 

بشكيك ۔ 2 ستمبر (اے پي پي)  وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرغزستان په پايه تخت بشكيك كښې د آتا ېيئت مېموريل كمپلېكس دوره وكړه ۔ د شورو په ورځ  آتابيئت ته په راتللو د وزيراعظم هر كلے د كرغستان اول نائب وزيراعظم دانيار امان ګېلېيئيف  او د كلتور ٬ اطلاعات او د ځوانانو چارو وزير    ميرېېك مامبيتائيف وكړو۔  وزيراعظم د نوموړي  اديب   چنګېز ايتماتوف په قبر د ګلونو څادر وغوړولو  او فاتحه يې ولوسته۔ چنګېز ايتماتوف  نوموړے كرغز او سويت اديب دے  ٬ وزيراعظم شهباز شريف په آتا ايتماتوف مېموريل كمپلېكس  كښې په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو  او فتحه خواني يې وكړه  او  هلته  مدفن كسانو ته يې د عقيدت پېرزوئئې وړاندې كړې ۔  آتا مېموريل كمپلېكس يو مهم قامي و تاريخي ځائے  او قېرستان دے ۔  د آتابيئت معنې  (زمونږ  د نيكولو پلرونو قبر دے)۔  په دې ځائے د كرغستان د ګڼو نوموړو شخصياتو قبرونه موجود دي۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں