صدر مملكت د ويتنام حكومت  او اولس ته په 81 مه قامي ورځ مباركي وركړه

  اسلام آباد ۔2 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د وېتنام صدر  ټولام ٬  حكومت او د وېتنام اولس له په 81 مه قامي ورځ  د زړه نه مباركي وركړې ده۔ د شورو  په ورځ  د ايوان صدر  پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه  صدر مملكت  د مباركۍ چيټۍ كښې ووئېل په 1945 كښې د آزادۍ تر لاسه كولو نه پس  وېتنام په ګنو چېلنجونو …

 

اسلام آباد ۔2 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د وېتنام صدر  ټولام ٬  حكومت او د وېتنام اولس له په 81 مه قامي ورځ  د زړه نه مباركي وركړې ده۔ د شورو  په ورځ  د ايوان صدر  پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه  صدر مملكت  د مباركۍ چيټۍ كښې ووئېل په 1945 كښې د آزادۍ تر لاسه كولو نه پس  وېتنام په ګنو چېلنجونو قابو موندلے دے  او په سياسي ٬ معاشي او سماجي څانګو كښې يې ښكار پرمختګ كړے دے ۔ ده ووئېل  پاكستان د وېتنام سره  خپلو په زړه پورې اړيكو ته ډېر د قدر په نظر ګوري او  د دواړه ھېوادونه د شرېكې ګتې لپاره  د خپلې مرستې لا مضبوطولو او د دې  د بشپړ صلاحيت نه د استفادې كولو عزم لري۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل  پاكستان او وېتنام راروان كال د سفارتي اړيكو به 55 مه سالګره نمانځي۔  د دې مهم سنګ ميل په مهال  صدر مملكت  د صدر ټولام ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه  دغسې چې دا موقع په ګده يادګاري جوړه كړو او د دواړو هېوادونو تر مينځه دوستي لا مضبوطه كړې شي۔

مزید خبریں